د ککړ چاپېریال کچه معلومول ممکن شول

د خپريدو وخت: 08:59 گرینویچ - دوشنبه 15 اکتوبر 2012 - 24 تله 1391

د لویو ښارونو لپاره دغه ډول سافټ ویر ډېر ګټور دی

په امریکا کې ساینس پوهانو یو داسې سافټ وېر جوړ کړی، چې پر مټ یې د کوڅې، بازار او ان د کور د ککړ چاپېریال کچه معلومیږي.

د دغه سافټ وېر په اړه معلومات په چاپېریالی ساینس او ټکنالوژۍ نومي مجله کې چاپ شوي دي.

ماهرین وايي، د دغه سافټ وېر په وسیله به په ډېره اسانۍ معلومه شي، چې له کومه ځايه ډېر کاربن ډای اکسایډ ګاز تولیدیږي.

د اریزونا ایالت د پوهنتون ماهرینو دې سافټ وېر ته د هېسټیا نوم ورکړی دی.

د ماهرینو په خبره د دغه سافټ ویر په مټ به د هغې سیمې موندل ډېر اسان شي، چې چاپېریال يې تر بل هر ځای ډېر ککړ وي.

دوی وايي، چې د دې څېړنې لپاره یې څو ډوله ډیټا کارولې ده.

ماهرین وايي د دغه سافټ وېر په مرسته په هرهېواد کې هغه سیمه معلومول اسانیږي، چې چاپېریال یې ککړ وي او په دې توګه به په هغه سیمه کې د چاپېریال د ککړتیا د مخنیوي اقدامات کول اسان شي.

د ماهرینو په خبره د لویو ښارونو لپاره دغه ډول سافټ ویر ډېر ګټور دی، چې د نړۍ اکثر لوی ښارونه د ککړ چاپېریال له ستونزې سره مخامخ دي او د دې مسالې د حل لپاره په کې اقدامات کیږي.

ویل کیږي چې د دغه سافټ وېر په مرسته به نه یوازې د ککړ چاپېریال نه اغېزمنه سیمه په ګوته شي، بلکې د دې د اثر په اړه به هم ورڅخه معلومات تر لاسه کیږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>