
یمن وايي چې نیول شوي ایراني جاسوسان یمن ته د پانګونې په بهانه ننوتي وو.
د یمن حکومت ویلي د جاسوسانو ځینې داسې عناصر یې نیولي، چې په دغه هېواد کې یې د پانګونې په بهانه پانګونې کولې.
یمن وايي چې په جاسوسانو کې ایرانیان، د سوریې او خپله د یمن وګړي هم شته.
دوی وايي چې دغه کسان یې پلازمېنه صنعاء، عدن او ځینو نورو ولایتونو کې په دې وروستیو کې نیولي دي.
د یمن له دفاع وزارت یوې انټرنېټي خبري سرچینې ویلي، چې نیول شوي تورن ایرانیان یمن ته د پانګونې په بهانه ننوتي، او هلته یې له اړوندو ادارو د یوې فابریکې د جوړولو جواز هم اخیستی دی.
وايي چې دغو عناصرو د فابریکې توکي د عدن د سمندر څنډې ته لېږدولي، چې د تلاشۍ په سیمه یې داسې توکي هم موندلي، چې د جاسوسۍ څرک ترې لګېدلی شي.
اوس له نیول شوو کسانو د یمن امنیتي کسانو پوښتنې ګروېږمې پیل کړي دي.
د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي د واشنګټن په ویلسن نړیوال مرکز کې د وینا پرمهال ویلي وو چې ایران په یمن کې د ځینو سیاسي، وسله والو او جاسوسي شبکو ملاتړ کوي.
هادي ویلي وو چې "د ایران د ګټو لپاره د جاسوسۍ پنځه شبکې کشف شوې، چې وړاندې قضايي ارګانونو ته وسپارل شوې، شپږمه شبکه بیا د وسله والو بریدونو په تور ونیول شوه."
د یمن د بکیل الشیخ قبیلې یوه پارلماني غړي ویلي چې ایران ته به پخپل هېواد کې هېڅکله د مداخلې اجازه ورنه کړي.
"د ایران پیسې دوی هڅوي چې د ناامنیو لپاره فعالیت وکړي."
شیخ صادق الاحمر
محمد بن ناجي الشایف وايي "د لاسوهنې مخنیوي ته موږ جدي یو، او تهران به پرې نه ږدو چې د یمن امنیت او ټیکاو خراب کړي، او ایرانیان به هېڅلکه دا فرصت ونه مومي چې د یمن ضد توطیې جوړې کړي، حوثیانو د جرګې تجربه هم وازمایله، او هېڅ پایلې ته ونه رسېدل."
دا څرګندونې او د جاسوسانو نیونې د یمن د یوې قبیلې د مشر شیخ صادق الاحمر تر هغو څرګندونو څو ورځې وروسته شوې، چې پر تهران یې د برید خبره کړې وه.
نوموړي ویلي وو چې د حوثي قبیلې په ګډون د یمن ځینې قبیلې د ایران له لوري حمایه کېږي او غواړي چې له دې لارې په دغه هېواد کې ګډوډي رامنځ ته کړي:
"د ایران پیسې دوی هڅوي چې د ناامنیو لپاره فعالیت وکړي."












