د يمن ولسمشر عبدالرب منصور هادي د هېواد د ملي امنيت ځواکونو مشر له دندې گوښه کړى دى.
په دې اړه ديمن په حکومتي ټلويزيون کې اعلان داهم په ډاگه کړه چې د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح ميرنى ورور هم ددفاع وزارت له يوې مهمې څوکۍ نه ليرې شوى دى.
ولسمشر هادي دخليج د هغې معاملې چې ولسمشر صالح يې له واکه ليرې کړ، د يوې برخې په توگه د يمن د امنيتي ځواکونو له سره جوړول پيل کړي دي.












