
د ټاکنو پايلې به د اکتوبر په اتمه نېټه څرگنديږي.
په وېنيزويلا کې نن یکشنبه(اکتوبر/اوومه) ولسمشريزې ټاکنې پيل شوې.
په دغو ټاکنو کې سوسيالیست پلوه اوسنى ولسمشر هوگو چاوېز او د کيڼ اړخي مخالفې ډلې مشر انريکه کاپريلس په خپلو کې سيالي کوي.
دواړو نوماندانو په خپلو انتخاباتي هلو ځلو کې د وېنيزويلا خلکو ته په هغه هېواد کې د اقتصادي پرمختگ ژمنې کړي.
په دغو ټاکنو کې شاوخوا ۱۹ میليونه وېنيزويلایان برخه اخلي او د ټاکنو د خونديتوب لپاره ۱۴۰۰۰۰ امنيتي ځواکونه گمارل شوي دي.
د ټاکنو پايلې به د اکتوبر په اتمه نېټه څرگنديږي.
د دغو ټاکنو پايلې چې سبا ته به جوتې شي، ۱۹ ميليونو کسانو ورته نومونه ليکلي چې يو لک کسان د وېنيزويلا نه بهر دي.
په وېنيزويلا کې د ولسمشرۍ دوره شپږ کاله وي.

د دغو ټاکنو د خونديتوب لپاره ۱۴۰۰۰۰ امنيتي ځواکونه د راى ورکولو په ۱۰۰۰۰حوزو کې گمارل شوي.
تر دغو ټاکنو وړاندې په ١٩٩٩ کال کې اوسنى ولسمشر او ټاکنو ته ولاړ نوماند هوگو چاوېز د ټاکنو له لارې د دغه هېواد ولسمشر شو.
هوگو چاوېز په ټاکنيزو منډو ترړو کې ويلي چې د خپل سوسيالیستي انقلاب تگلاره به نوره هم پياوړې کړي.
خو د هغه سيال انريکه کاپريلس چې وايي د برازيل په شان معاصر کيڼ اړخى سياست به ولري په هغه هېواد کې يې د اقتصادي پرمختگ ژمنه کړې.
که چېرته ښاغلى چاوېز دغه ټاکنې وگټي نو دا به دريم ځل وي چې نوموړى د دغه هېواد د ولسمشر په توگه ټاکل کيږي.
٥٨ کلن هوگو چاوېز چې د سرطان يا چنگاښ ناروغۍ هم اخته شوى و، ويلي چې د هغه روغتيايي حالت تر پخوا ډېر ښه شوى او د دې ځواک په ځان کې ويني چې په سمه توگه خپل هېواد اداره کړي.
وېنيزويلا په نړۍ کې د نفتو د توليدونکي هېواد په توگه پېژندل کيږي.
په تېرې يوې لسيزه کې د نړۍ په بازارونو کې د تېلو د بيو لوړوالي ښاغلي چاوېز ته دا امکان په گوتو ورکړ چې د روغتيا، ښوونې او روزنې او ټولنيزو خدمتونو په برخو کې جدي گامونه پورته کړي.
ښاغلى چاوېز وايي د خپل انقلاب د موخو د تر لاسه کولو لپاره اړينه بولي چې يوه دوره بله هم پر دغې دندې پاتې شي.

هوگو چاوېز په ټاکنيزو منډو ترړو کې ويلي چې د خپل سوسيالیستي انقلاب تگلاره به نوره هم پياوړې کړي.
نوموړى په سيمه کې د امريکا د تگلارو هم سخت مخالف دى او تل پر امريکا نيوکې کوي.
خو د ده سيال ۴۰ کلن کاپريلس وايي چې د اوسني ولسمشر تگلارې په بيروکراسۍ ولاړې دي چې د ده په وينا دغې چارې په وېنيزويلا کې اصلي سرچينې زيانمنې کړي دي.
ښاغلى کاپريلس دا هم ويلي چې د نفتو په صنعت کې د پانگونې نشتوالي او کموالي د دغه هېواد د اومو نفتو کچه ډېر ه ټيټه کړې ده.
دا رنگه د ښاغلي چاوېز نور مخالفان هم پر هغه تور پورې کوي چې هغه د خپل شخصي واک د غځولو په لټه کې دى او د هغو نيوکه کونکو سره نه دى جوړ چې په رسنيو کې پر هغه نيوکې کوي.
د دغو ټاکنو د خونديتوب لپاره ۱۴۰۰۰۰ امنيتي ځواکونه د راى ورکولو په ۱۰۰۰۰حوزو کې گمارل شوي.
د پرون راهيسې بيا د دوشنبې تر ماښامه پورې د الکولو په خرڅولو بنديز لگېدلى او ويل شوي چې پرته له امنيتي ځواکونو هيڅوک نه شي کولاى له ځانه سره وسلې وگرځوي.

















