
له دوو کلونو راهیسې د برېښنایي تذکرو د جوړېدو او وېش چارې تر کار او بحث لاندې دي.
د افغانستان د ټاکنو خپواک کمیسیون وېره لري چې د برېښنایي تذکرو د وېش په چارو کې ځنډ راتلونکې ټاکنې له ستونزو سره مخامخوي.
دغه کمیسیون وایي دوی د رای ورکوونکو نوی نوملړ جوړ کړی او له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې سره یې شریک کړی خو د ځینو لاملونو له کبله د هغو ارزونه نه ده شوې.
د افغانستان کابینې اوس پرېکړه کړې چې په راتلونکو ټاکنو کې به د تېرو ټاکنو د رای ورکوونکو کارتونه او نوملړ تر ارزونې وروسته وکارول شي چې د ټاکنو کمیسیون دا چاره له ستونزو خالي نه بولي.
د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته شاوخوا ۱۶ میاشتې پاتې دي او لا هم د ټاکنو چارې خپل لومړني پړاوونه وهي.
له دوو کلونو راهیسې د برېښنایي تذکرو د جوړېدو او وېش چارې تر کار او بحث لاندې دي.
باور دا دی چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د همدغو تذکرو له مخې شفافیت لرلی شي خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون اندېښنه لري چې که چېرې دغه تذکرې ډېر ژر چمتو نه شي نو د ټاکنو په راتلونکي نوملړ کې به د تېرو ټاکنو ستونزې تکرار شي.
د افغانستان کابینې د ټآکنو خپلواک کمیسیون ته دنده ورکړې چې د تېرو ټاکنو نوملړ او کارتونه و ارزوي او په راتلونکو ټاکنو کې یې وکاروي خو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر فضل احمد معنوي وایي که څه هم د دې دندې منلو ته اړ دي، خو وایي دا چاره راتلونکي ټاکنې له ستونزو سره مخامخوي.
"د افغانستان د کابینې لیدلوری دا و چې د ټاکنو د کمیسیون له لوري پخواني کارتونه تصفیه شي او بېل شي. که چېرې افغان دولت ونه توانیږي چې برېښنایي تذکرې ووېشي او یا کوم بل بدیل نه وي چې د کمیسیون غوښتنې ترسره کړي او یو ځل بیا د تېرو ټاکنو پر وېشل شویو کارتونو او نوملړ تکیه وشي نو د کمیسیون په باور دا به له لویو ستونزو خالي نه وي. خو تر څنګ یې د دې کار له منلو پرته بله چاره هم نه لرو خو زه وایم تر اوسه لا فرصتونه شته چې د شفافیت د تضمینولو لپاره یوه بله لار ومومو".
په همدې حال کې د افغانستان د چارو د ادارې د لوی ریاست د ارزونې او انسجام چارواکي وایي تر ډېرو بحثونو وروسته دې پایلې ته رسېدلي چې د نوم لیکنې بهیر ډېر لګښتونه غواړي او پر امنیتي ستونزو سربېره د کارتونو د وېش د څرنګوالي وخت ته اړتیا لري.
نو ځکه د ټاکنو کمیسیون ته د تېرو ټاکنو د نوملړ او کارتونو د ارزونې سپارښتنه شوې.
د دغې ادارې مرستیال نجیب اله امین هیله وښوده چې دغه چارې به د ټاکنو په شفافیت کې مرسته وکړي.
"لومړنی ګام دا دی چې باید د ټاکنو کمیسیون موجود ډیتا بېز څخه یو لست جوړ او کارتونه تصفیه کړي. ښایي د ټاکنو کمیسیون په همدې اوونۍ کې دا لست چمتو کړي. د دې ترڅنګ د شفافیت او د هغو اصولو د ډاډمنېدو لپاره چې د افغانستان هر وګړی د رای ورکولو حق لري، افغان حکومت د برېښنایي تذکرو لړۍ پیل کړې. ښایي دا دواړې لړۍ په یوه وخت کې بشپړې شي او دا ټول هغه څه دي چې د ټاکنو شفافیت او له فساد او ستونزو خالي ټاکنې تضمینوي".
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ته شاوخوا ۱۶ میاشتې پاتې دي او ورسره داسې اندېښنې هم شته چې دا ځل هم ټاکنې له درغلیو خالي نه وي.
د ټاکنو کمیسیون هم دا مني چې په حکومت کې دننه او د باندې داسې کسان شته چې هڅه کوي په یو نه یو ډول په ټاکنو کې لا ښې لاسته راوړنې ولري خو وایي دوی هڅه کوي چې خپله خپلواکي وساتي او د ټاکنو په اړه وروستۍ پرېکړه دوی وکړي.













