
دغه لاریون کوونکي د هند د مدیا پردېش ایالت نه د هند مرکز ډیلي پر لور خوځېدلي دي.
په هند کې په په زرګونه هغه بې کوره او بې ځمکې خلک په لاریون را وتلي چې خپلې ځمکې يې لویو صنعتي پروژو ته ورکړې وې.
دغه کسان وايي دوی ته دې سم تاوان او د دې حق ورکړل شي چې له دغو ځایونو کار واخلي.
دغه لاریون کوونکي د هند د مدیا پردېش ایالت نه د هند مرکز ډیلي پر لور خوځېدلي دي.
په دغو لاریون کوونکو کې چې د هند له مرکزي سيمې ګوالېر نه د ډیلي پر لور روان دي، د هند یو شمېر غریبې کورنۍ، ځايي قومونه، بې وزلي بزګر او هغه هندیان دي چې د هغه هېواد اقتصادي ښې رازۍ له پامه غورځولي دي.
د دغه لاریون سمبالوونکي وايي دوی غواړي پر حکومت فشار راوړي چې دغو کلیوالو ته چې د هېواد د اقتصادي او صنعتي پروژو له امله بې ځایه شوي تاوان ورکړي.
په هند کې د ځمکو د ملي اصلاحاتو بېل جوړ شوی دی خو تر اوسه لا د دغه هېواد پارلمان نه دی تصویب کړی.
د لاریون را غوښتونکي وايي له حکومت سره په دې اړه خبرې کوي او که چېرې يې غوښتنې ومنل شوې نو تیار دي چې لاریون لغوه کړي.
د سې شنبې په ورځ (اکتوبر/۲) دوو وزیرانو له مظاهره کوونکو سره ولیدل چې و يې هڅوي چې له لاریونه لاس واخلي او ټاکل شوې چې په دې اړه په راتلوونکو څو ورځو کې هم خبرې اترې وشي.












