د هند سترې محکمې په ۲۰۰۸ کال کې د ممبيي پر ښار د ژوندي پاتې بريدګر اجمل قصاب د مرګ سزا په خپل ځای ساتلې ده.
ده د مرګ د سزا په اړه سترې محکمې ته اپيل کړی وو.
اجمل قصاب چې د پاکستان اوسېدونکی دی يو له هغو بريدګرو دی چې د ممبيي يو هوټل او ځينې نورې برخې يې تر دريو ورځو يرغمل کړې وې.
په دغه بريد کې ۱۶۶ کسان ووژل شول چې ځينې يې بهرنيان وو.
اجمل قصاب پر ده د لګېدلو تورونو چې قتل او ترهګريزې کړنې هم په کې راځي د مرګ په سزا محکوم شوی دی.
ښاغلی قصاب وايي ده ته انصاف نه دی ورکړل شوی.












