
ټاکل شوې ده، چې له افغانستانه د ۲۰۱۴ کال تر پایه د بهرنیو ځواکونو شاوخوا ۱۷۰۰ ټانکونه او شپږ زره نور پوځي توکي وایستل شي.
د جرمني د بهرنیو پټو استخباراتو ادارې پخپل راپور کې ویلي چې افغانستان کې د ناټو پرضد د افغان ځواکونو او پولیسو له لوري بریدونه ډېر شي.
ددغې ادارې دغه راپور د جرمني ''دیر شپیګل'' ورځپاڼې د تېرې دوشنبې په ګڼه کې راخیستی دی.
په راپور کې ویل شوي شاید ددغو بریدونو ډېرېدا افغانستان کې د ایساف ځواکونو لپاره یو لوی سرخوږی جوړ کړي.
دیر شپیګل وايي، په افغانستان کې د روان وضعیت ارزونه د صدر اعظمې انګیلا میرکل د حکومت له ارزونو سره توپیر لري.
راپور دا هم ویلي چې افغانستان کې له طالبانو د جلا شوو کسانو له لوري د سولې هلې ځلې بې مفهومه او بې ګټې دي.
د جرمني استخبارات اټکل کوي، چې د ۲۰۱۴ کال پای کې د بهرنیو ځواکونو تر وتون وروسته افغانستان ۳۵ زره نورو پوځيانو او پولیسو ته اړتیا لري، چې ترهګر وځپي.
تشې ژمنې
په راپور کې پر افغان ولسمشر حامد کرزي هم کلکه نیوکه شوې، چې ګني له خپلې څوکۍ ساتلو پرته د بل څه په غم کې نه دی.
شپیګل ددغه استخباراتي راپور په حواله ویلي، چې د حامد کرزي حکومت او کابینه په فساد کې ډوب دي، او له لوېديځ سره د حامد کرزي د اصلاحاتو راوستلو ژمنې یوازې د خولې خبرې دي.
راپور دا وړاندوېینه هم کړې ده، چې شاید راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ولسمشر حامد کرزی خپل ورور عبدالقیوم کرزی کاندید کړي، او په دې سره واک پر خپلې کورنۍ پورې منحصر وساتي.
د جرمني پوځ د روان کال له پیله له افغانستانه د وتلو چمتووالی نیسي، چې لا له وړاندې جرمني افغانستان کې خپل ۵۳۵۰ پوځيان ۴۸۰۰ ته راټيټ کړل.
جرمني پوځيان د بدخشان فیض اباد په جرمني پوځي اډه کې مېشت دي.
ټاکل شوې ده، چې له افغانستانه د ۲۰۱۴ کال تر پایه د بهرنیو ځواکونو شاوخوا ۱۷۰۰ ټانکونه او شپږ زره نور پوځي توکي وایستل شي.
جرمني ویلي تر وتلو وروسته به د افغانستان له بیارغاونې سره هر کال تر ۴۰۰ میلیون یورو ډېرې وړیا مرستې وکړي.












