
په افغانستان کې مېشت نړیوال سوله ساتي ځواکونه ایساف وايي، په تېر اګست میاشت کې د پرووسږ کال د اګست میاشتې پرتله، د وسله والو مخالفانو په بریدونو کې نهه سلنه کموالی راغلی دی.
د ایساف ځواکونو ویاند جنرال ګونتر کتز وايي، د وسله والو پرضد د دوی بریالي کمپينونه او پر وسله والو فشارونه د بریدونود کمیدا اصلي لاملونه دي.
ښاغلی کتز دارنګه وايي، که دسږ کال اګست میاشتې د وسله والو بریدونه د ۲۰۱۰ کال داګست میاشتې له بریدونو سره پرتله شي، نو د وسله والو مخالفیونو د بریدونو په کچه کې ۳۳ سلنه کموالی راغلی دی.
خو وسله والو طالبانو په خپره شوې اعلامیه کې د ایساف ادعا رد کړې، او وايي چې پر ایساف ځواکونو د دوی بریدونه د پخوا په څېر دوام لري.
ایساف دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د ځینو راپورونو له مخې د افغانستان په ننګراهار، لوګر، غزني، میدان ودرګ او یو شمیر نور سیمو کې د وسله والو حرکتونه ډیر شوي ديٍ.
ښاغلي کتز دامني چې ښایې په ځینو ځانګړو لرو پرتو سیمو کې د وسله والو بریدونه په پرتله ییز ډول ډیر شوي وي خو وايي په ټول هیواد کې دغه کچه راښکته شوې ده:
''په ټولیز ډول په افغانستان کې د د ښمن د بریدونه کچه د سږ کال د اګست په میاشت کې د تېرکال د اګست د میاشتې په پرتله نهه سلنه راکم شوې ده. خو دا باید ومنو چې په ځیو سیمو کې لاهم بریدونه روان دي. د دښمن اتیا سلنه بریدونه په هغو سیمو کې کیږي، چې هلته یوازې شل سنه خلک ژوند کوي.''
که څه هم ایساف د ملکي مرګ ژوبلې ډېره پړه د وسله والو طالبانو پرغاړه ور اچوي خو خپله د ایساف په ببمباریو او پوځي عملیاتو کې هم ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.
د نړیوالو ځواکونو په بمباریو او عملیاتو کې د لسي وګړو مرګ ژوبله هغه مسله ده، چې تر ډیره یې د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې ترینګلې کړي دي.












