په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو ویلي چې یوه چورلکه کې د افغانستان په سوېل کې بېړنۍ ناستې ته اړ شوې ده، خو طالبانو ویلي چورلکه دوی ویشتلې ده.
طالبانو ادعا کړې ده، چې دا الوتکه یې تېره شپه د لوګر مرکز پل علم په اړوند بابوس سیمه کې ویشتلې ده.
دوی ویلي چې الوتکه چینوک ډوله وه، چې د ادعا له مخې یې راکټي برید راوغورځوله.
طالبانو ویلي چې دا چورلکه سیمې ته د چاپې لپاره تللې وه، چې له لوېدو یې د دوی په وینا ''لسګونه'' کسان مړه او ژوبل شوي دي.
خو ایساف وايي چې بېړنۍ ناستې ته اړ شوې الوتکه کې څوک نه دي خوږ شوي.












