
پر بګرام هوايي اډه ډېر وخت بريدونه کېږي
درې تنه افغانان پر بګرام هوايي اډه يو بريد کې وژل شوي دي.
د امنيت مرستنديوه نړيوالو ځواکونو (آيساف) يوه وياند وويل پر امريکايي اډه پنځه توغندي ويشتل شوي، او له امله يې په اورلګېدنه کې يوه چينوک چورلکه چې الوتنې ته چمتو کېده ويجاړه شوې ده.
بريد د شپې مهال شوی او د ايساف يو شمېر سرتېري يې هم ټپيان کړي دي.
د پروان ولایت امنیه قوماندان محمد اکرام بیکزاد بي بي سي ته وویل برید پر هغه الوتکه شوی چې ګډ ځواکونه یې د عملیاتو لپاره لیږدول:
''تیره شپه لس نیمې بجې افغان ځواکونه د ځانګړو عملیاتو لپاره الوتکې ته پورته شوي و چې پر بګرام د قره باغ ولسوالۍ له لوري راکټي برید وشو، یو راکټ الوتکې ته نژدې ولګېد، الوتکې اور واخیست څو تنو له الوتکې ځانونه وایستل خو په الوتکه کې د ملي امنیت درې کارکوونکي ووژل شول او دوه پولیس ټپیان شول.''
دغه پېښه افغان حکومت ته د بګرام زندان له سپارلو يوه ورځ وروسته کېږي.
په دغه زندان کې څه د پاسه ۳۰۰۰ طالب جنګيالي او د ترهګرۍ په شک نيول شوي کسان بنديان دي، او په تېره موده کې يې پر بنديانو د تېري يو شمېر ادعاوو پر سر نيوکې پارولې وې.
د ناټو يو چارواکي د فرانسې خبري اېجنسۍ ته ويلي چينوک الوتکه چې عملياتو ته يې د الوتنې تياری نيوه، په يوه "نا مخامخ اور" کې سوځېدلې ده.
د پروان ولايت يوې وياندې وويل وژل شوي دری تنه افغانان د استخباراتو کسان وو.
"وسله والو طالبانو د سه شنبې شپې برید مسؤولیت په غاړه اخیستي او ادعا یې کړې چې په دغه برید کې یې بهرینو ځواکونو ته د سر او مال دروند زیان اړولی دی."
دې وويل په ټپيانو کې دوه تنه چګپوړي چارواکي هم شته.
طالبانو ويلي پر بګرام هوايي اډه دغه بريد دوی کړی دی.
پر بګرام اډه ډېر وخت بريدونه کېږي.
په تېر اګست کې پر بګرام د يو توغندي بريد شوی و، چې د امريکا د دری ګونو ځواکونو لوی درستيز مارتن ډمپسي الوتکې ته هم په کې زيان رسېدلی و.
ښاغلی ډمپسي د افغان سرتېريو له لوري پر ناټو ځواکونو د بريدونو زياتولي پر سر خبرو لپاره افغانستان ته تللی و.
په تېر مارچ کې يوه ځانمرګي د بګرام اډې په دروازه کې چاودنه وکړه. دغه پېښه هلته د قران کريم نسخو له سوځولو يوه مياشت وروسته وشوه، چې د افغانستان بېلابېلو برخو کې يې غوسه او احتجاجونه راوپارول.
په هغه بريد کې بيا دوه ملکيان وژل شوي او ځلور نور ټبيان شوي وو.
د تېر کال د سپتمبر پر ۱۱ مه هم په داسې حال کې چې په کابل کې د امريکا سفارت د ۹/۱۱ مې بريدونو ياد کاوه، پر دغې اډې توغندي ويشتل شوي وو.
د بګرام اډه د کابل شمال لورته په شاوخوا شپیته کیلومترۍ کې یوې غرنۍ سیمې ته نژدې پرته ده.
د پوځي چارو افغان کارپوه جاوید کوهستانی وايي د سیمې جغرافیوي جوړښت پر بګرام د برید زمینه برابر کړې ده.

له دې وړاندې هم پر بګرام راکټي او ځانمرګي بریدونه شوي دی.
د ده په وینا، وسله وال ځکه پر بګرام د برید هڅه کوي چې هلته د بهرنیو ځواکونو ستره اډه پرته ده چې د ستراتیژیک ارزښت لرونکې ده:
''دغه ساحه د اراضي له لحاظه دا امکانات دوی ته ورکوي چې ترې کټه پورته کړي. ټولنیز چاپېریال هم د طالبانو په ګټه دی، دوی هلته نفوذ او اړیکې لري او هم پخپله هوايي ډګر کې څه کار ګران کار کوي امنیتي ارګانونه چې د افغانانو دي او یا کورنۍ چې په سیمه کې اوسیږي ممکن د دوی په منځ د دوی کسان وي، چې هغوی ته کوردینات او اطلاعات ورکوي.''
د یوې سترې اډې په توګه د بګرام ارزښت ته په کتو تر ډېره د بهرنیو او په تېره امریکايي لوړ پوړو چارواکو الوتکې افغانستان ته د راتګ پرمهال په همدې اډه کې کوزیږي.
له دې وړاندې هم پر بګرام راکټي او ځانمرګي بریدونه شوي دی.
وسله والو طالبانو د سه شنبې شپې برید مسؤولیت په غاړه اخیستي او ادعا یې کړې چې په دغه برید کې یې بهرینو ځواکونو ته د سر او مال دروند زیان اړولی دی.












