
د پاکستان په ډېرو ښارونو کې له تشدده ډکې مظاهرې وشوې، چې په کې ۱۹ تنه ووژل شوو او شخصي او دولتي ودانیو ته زیانونه واوښتل
د پاکستان په کراچۍ ښار کې پولیس وايي د امریکايي جنجالي فلم په ضد د احتجاج په بهیر کې يي په دغه ښار کې د اړودوړ کوونکو په ضد تحقیقات پیل کړي دي.
پولیس وايي د سپتمبر په ۲۱ مه ورځ يي د هندوانو په یوه درمسال کې د ځینو کسانو له خوا د بتانو ماتولو د پېښې په اړه مذهب ته د سپکاوي د قانون له مخې عریضه ثبت کړې ده.
د پاکستاني قانون دغه ماده چې د مذهب د سپکاوي د غیر اسلامي عنصر له مخې ده، د مذهبي جذبې د سپکاوي او عبادت ځایونو ته د زیان اړولو په اړه ده.
په امریکا کې د اسلام ضد فلم له جوړېدو او خپرېدو وروسته د پاکستان حکومت د سپتمبر ۲۱ ورځ د (عشق رسول) د ورځې په توګه د لمانځلو اعلان کړی و.
په هغه ورځ د پاکستان په ډېرو ښارونو کې له تشدده ډکې مظاهرې وشوې، چې په کې ۱۹ تنه ووژل شوو او شخصي او دولتي ودانیو ته زیانونه واوښتل.
د کراچۍ پولیس یوه افسر ظفر اقبال چې د دې پېښې په اړه تحقیقات کوي وویل، چې د ګلشن معمار په سیمه کې له پنځه وېشتو تر دېرشو کورونو پورې هندوان اوسي، چې دوی یو درمسال هم لري.
د نوموړي په خبره په هغه ورځ څو تنه (اورپکي) دغه درمسال ته ننوتل او هلته اېښي بتان يي مات کړل.
دی وايي هلته مېشتو هندوانو د ډار له امله نه غوښتل په دې اړه عریضه وکړي، خو پولیس دوی ته د عریضې کولو لپاره وویل.
ظفر اقبال وايي د برید ګرو مشري مولوي حبیب الرحمان کوله چې دوی يي د نیولو لپاره هڅه کوي.
د پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون په یوه رپوټ کې ویل شوي دي، چې په یاده عریضه کې د ۹ تنو برید کوونکو نومونه ثبت شوي دي، چې درمسال ته په شاوخوا سیمه کې مېشت دي.












