
د سوځېدو له امله د یو شمېر کسانو جسدونه نه پېژندل کیږي
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د هغو سلګونو کسانو مړي خاور ته سپارل کېږي چې د دغه ښار په یوه فابریکه کې د اور لګېدو له امله ووژل شول.
بل لور ته د دغه ښار په روغتونونو کې د وژل شویو کسانو یو شمېر خپلوان ډاکټرانو ته د ډې این اې (د وینې پرمختللی ازموینه چې تر ډېره د یو انسان د پېژنګلوۍ د معلومولو لپاره تر سره کېږي) معاینې لپاره د وینې نمونې ورکوي.
په وژل شویو کسانو کې نژدې سل تنه داسې سخت سوځېدلي، چې مړي يې نه پېژندل کېږي او اوس ډاکټران هڅه کوي د ډي این اې معاینې په مرسته يي وپېژني.
بل لور ته مرستندویه کار کونکي هڅه کوي هغه مړي راوباسي چې تر اوسه د سوځېدلې فابریکې تر خاورو خځلو لاندې پټ دي.
لږ تر لږه ۲۴۷ کسان هغه اور ووژل چې د سې شنبې په ورځ ولګېد او تر پنځلسو ساعتونو پورې بل پاتې شو. خو وروسته د چهار شنبې په ورځ چارواکو وویل چې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۸۹ تنو ته ورسېد.
د پنج شنبې په ورځ بیا دغه شمېر لږ وښودل شو، خو ویل کېږي که نوي جسدونه وموندل شي د وژل شویو کسانو د شمېر ډېرېدو خطر موجود دی.
ویل کېږي اوس هم یو شمېر خلک د ښار په لوېدېځ بلدیه ټاون سیمه کې د علي انټرپرايز نومي سوځېدلې فابریکې مخ ته د خپلو عزیزانو د ژوندي پاتې کېدو په اړه د خبر اورېدو په تمه ناست دي.
"د اور لمبو فابریکه لاندې کړه او سلګونه کسان په کې اېسار شول. د ودانۍ کړکۍ په اوسپنیزو سیخونو پوشل شوې وې او د اور لګېدنې پر مهال يي د وتلو لار نه لرله."
عیني شاهدان
بل لور ته د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي دي، چې مرستندویه کارکونکي د سوځېدلې ودانۍ ځمک تل او نورو برخو ته د ننوتو هڅه کوي.
دغه اور د پاکستان په یوه بل ښار لاهور کې د بوټ جوړولو په یوه فابریکه کې له اور لګېدو یو څو ساعته وروسته ولګید. د لاهور په فابریکه کې لګېدلي اور چې سبب يي نیمګړي حفاظتي اقدامات په ګوته شوي، ۲۵ تنه ووژل.
پولیس وايي، په دواړو ځایونو کې يي د اور لګېدنې په اړه تحقیقات پیل کړي دي. بل لور ته په رپوټونو کې ویل شوي، شاید اور د ناسمو جنراټورونو له امله لګېدلی وي.
په کراچۍ کې عیني شاهدان وايي کارکونکو له څلور پوړیزې ودانۍ څخه د وتلو لپاره یوازې یوه لار درلوده. یو شمېر کارکونکو له همدې امله هڅه وکړه له کړکیو څخه لاندې وغورځي، چې له امله يي د لسګونو کسانو هډوکي مات شول.
پاکستان کې د برېښنا د نامنظم سیسټم له امله د جامو جوړولو ډېری فابریکې د برېشنا تر لاسه کولو لپاره خپل نور وسایل کاروي.
د پاکستان په ناتوان اقتصاد کې د صنعت رول خورا مهم بلل کېږي.
د مرکزي بانک له شمېرو سره سم د ۲۰۱۱ کال په اوږدو کې د پاکستان په ناخالص کورني تولید کې د صنعت ونډه اووه اعشاریه څلور سلنه وه او د تولیدي سیکټور ۳۸ ٪ کارکونکي په کې په کار بوخت وو.
دغه راز د دغه هېواد په ټولوصارداتو کې د دغه سیکټور برخه ۵۵ اعشاریه ۶ سلنه وه.












