په عربي ټاپووزمه کې د القاعدې د سر سر دويم مشر ووژل شو

د خپريدو وخت: 21:59 گرینویچ - دوشنبه 10 سپتمبر 2012 - 20 وږی 1391

هغه څوک چې په ټوله عربي ټاپووزمه کې د القاعدې دوهم مشر بلل کیږي، په یمن کې په یوه برید کې وژل شوی دی

هغه څوک چې په ټوله عربي ټاپووزمه کې د القاعدې دويم مشر بلل کېږي، په يمن کې په يوه بريد کې وژل شوى دى.

د يمن حکومت د سعيد الشهري مړينه تاييد کړې او ويل کېږي چې هغه په حضر الموت سيمه کې له شپږو نورو کسانو سره يو ځاى وژل شوى دى.

ځينې رپوټونه وايي بريد د يمني ځواکونو له خوا شوى، خو نور بيا د هوايي گوزار خبره کوي چې ښايي د امريکا د بې پيلوټه الوتکې له خوا شوى وي.

الشهري چې سعودي تابعيت لري، پر ٢٠٠٧ کال امريکاييانو له گوانتانامو څخه پرېښود.

د بي بي سي يو خبريا ل وايي دا لومړى ځل نه دى چې په هوايي بريد کې د القاعده ددغه مشر د وژل کېدو خبر ورکول کېږي. خو که تاييد شي نو دا به هغې ډلې ته چې ځان "د عربي ټاپووزمې القاعده" بولي، يو سخت گوزار وي، که څه هم مرگونى گوزار نشي کېداى.

يمني چارواکي وايي هوايي گوزار پر هغه گاډي شوى چې الشهري او ملگري يې لېږدول. سعيد الشهري "له ترهگرۍ سره" د ولسمشر بوش " د جگړې" په هماغه پيل کې په افغانستان کې نيول شوى او شپږ کاله په گوانتانامو کې بندي و. دى وروسته پرېښودل شو او سعودي حکومت ته وسپارل شو چې له اورپکۍ نه د راوتلو تر يوه ځانگړي پروگرام لاندې ونيول شي، خو لکه چې برېښي دغه پروگرام بريالى نه و.

دى ژر پر پوله يمن ته واوښت او هلته د هغې ډلې دويم مشر شو چې امريکا يې د القاعدې تر ټولو خطر ناکه څانگه بولي. دده کار ځانته د کسانو راڅکول او د نښو غوره کول و.

خو ددغې ډلې تر ټولو خطرناک غړى، سعودي بم جوړوونکى- ابراهيم العسيري لا هم آزاد گرځي.

په عربي ټاپووزمه کې د القاعدې څانگه، د ٢٠٠٩ کال پر جنورۍ، د يمني او سعودي ځوانو نړيوالو جنگياليو د دوو ډلو له يو ځاى کېدو رامنځته شوه.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>