
هند په نړۍ کې د سرو زرو تر ټولو لوى مصرفونکی هېواد دى.
په دې اوونۍ کې په هند کې د سرو زرو بيه تر بل هر وخت ډېره لوړه شوې ده او د قيمتي ډبرو ارزښت خو د تېر يو کال راهيسې څه باندې ٢٥ سلنه لوړه شوې ده.
هند په نړۍ کې د سرو زرو تر ټولو لوى مصرفونکی هېواد دى.
د بي بي سي خبريال راحول ټندن په خپل راپور کې پر بازارونو د سرو زرو د بيې لوړوالي اغېز ته کتنه کړې ده.
زه په کلکته کې د زرگرانو په کوڅه کې تېرېږم.
اوس دلته خورا گڼه گوڼه ده، ځکه چې په هند کې د ودونو پړاو رارسېدونکى دى.
دود دا دى چې هندي ناوې د واده په ورځ په سرو کې پټوي.
دا د نجلۍ د شتمنۍ نښه ده او دغه راز يې په نوې کورنۍ کې د ژوندانه له پيل سره مادي تضمين هم دى.
هرشارډ اجمېرا د کلکتې څه له پاسه ١٥٠ زرگيو ته سره زر رسوي.
دى وايي چې د زرو په گرانېدو سره اوس ډېری زرگرۍ اوس په ناقانونه ډول له هغو هېوادو څخه چې بيې په کې ټيټې دي، زر پېري:
"قاچاقي زر په ختيځه خوا کې له نيپال او بنگله دېش نه راځي. بمبئ ته يې له دوبۍ او جنوبي برخو ته يې له سريلانکا نه راوړي. دلته د زرو نيمايي برخه اوس قاچاقي ده."
د دې ځاى زرگران پوهېږي چې د ميليونو ودونو له ژر پېلېدو سره به د زرو غوښتنې هم پورته ځي.
سيلکي چوپړه چې وداه يې رانژدې دى وايي، مور او پلار ته يې د سرو پېرل خورا ارزښت لري:
"دوى ټول داسې بولي چې د لوڼو راتلونکې يې بايد خوندي وي او زر په کې خورا ارزښت لري. خو هغوى ته به چې د ټولنې له ټيټو پوړيو څخه دي، دا کار ډېر گران وي. څرنگه چې لوڼو ته د سرو ورکړه په يوه پاخه دود اوښتې، نو هڅه به کوي چې دا کار وکړي. او دا به يو ډېر غمجن حالت وي."
د هند د زېرمه يي بانک مرستيال مشر کى. سي. چکرابورتي د هند بې وزلو ته په سرو کې د پانگونې خلاف گوتڅنډنه کړېده.
د ده په وينا چې په دې کې دوى گټه نه شي کولى، ځکه مجبور دي چې په ودونو کې يې لوڼو ته ورکړي.
خو دلته وگړي د ده پر سپارښتنو غوږونه کاڼه اچوي.
داسې برېښي چې د ډېرو هنديانو په باور يوازينى هغه څه چې ځلا لري، هغه زر دي.












