
افغانستان په شارجه کې د استرالیا پروړاندې ماتې وخوړله.
د افغانستان د کریکټ ټیم له هند څخه غوښتي چې د لوبې لپاره افغانستان ته ورشي.
د افغانستان د مالیې وزیر او د کریکټ بورد مشر عمر زاخیلوال ویلي چې ''موږ له هند سره اوس پر دې بحث کوو چې افغانستان ته راشي او له موږ سره ولوبېږي. موږ هیله من یو چې مثبت ځواب راکړي. که هر کوم بل کریکټ ټيم غواړي، کولی شي چې افغانستان ته د سیالۍ لپاره راشي.'''
زاخېلوال همداراز ویلي چې د هر راتلونکي ټیم بشپړ امنیت به نیسي:
''د افغانستان په اړه ځینې غلط فهمۍ هم رامنځ ته شوي، خو هر ټیم چې راځي، کابل کې به کاملاً خوندي وي.''
د افغانستان د کریکټ لوبډلې په دې وروستیو کلونو کې ګڼو نړیوالو یوې ورځنیو سیالیو کې ګډون کړی، چې وروستۍ لوبه یې شارجه کې په تېره فبرورۍ کې له پاکستان او بیا تازه هغه یې له استرالیا سره وه.
عمر زاخیلوال د هند له پریمیر لیګ هم غوښتي چې افغان لوبغاړي سیالۍ ته وروبولي.












