
ښاغلی ابراهیمي تر کوفي عنان وروسته دغه ماموریت ته داسي مهال ګمارل شوی چې د سوریې د حکومتي ځواکونو او مخالفینو تر منځ تاوتریخوالي زور اخستی
د سوریې لپار د ملګرو ملتونو نوي استازي اخضر براهیمي دده په وړاندي دنده تقریباً ناشونې معرفي کړې.
ښاغلی ابراهیمي تر کوفي عنان وروسته دغه ماموریت ته داسي مهال ګمارل شوی چې د سوریې د حکومتي ځواکونو او مخالفینو تر منځ تاوتریخوالي زور اخستی.
دواړه لوريو د ښاغلي عنان د سولي پلان له پامه غورځولی دی.
ښاغلي ابراهیمي دغه ماموریت ته تر ټاکنې وروسته له بي بي سره په خبرو کې وویل چې نړیواله ټولنه په سوریې کې د خلکو د وژنې د درولو لپاره لږه هڅه کوي.
ټاکل سوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن نن اندونیزیا ته سفر وکړي.
تمه ده دا به د اندونیزیا له ولسمشر سوسیلو بامبانګ یادهویونو سره د چین د جنوبي اوبو د مالکیت په تړاو د راپورته سویو سیمه ییزو ستونزو د هواري پر پلان خبري وکړي.
"زه پوهیږم چې دا څومره ستونزمن کار دی ، تقریبا ناشونی دی . زه ورته بشپړ ناشونی نشم ویلی . او زه دلته ددې لپاره نه یم راغلی چې د ځان لپاره میدان وګټم ، هغه اصلاً مهم نه دی."
لخدارابرهیمي
د روان کال په لومړیو کې د دغې موضوع پر سر د شخړو د هواري لپاره د جنوب ختیځې آسیا د هیوادونو غونډه وسوه خو له کومې موافقې پرته پای ته ورسیده.
په جاکار تا کې د بي بي سي خبریال وایې د میرمن کلنټن سفر داښیې چې په سیمه کې د چین د واکمنې د انډول ساتلو لپاره د امریکا له نظره اندونیزیا څومره اغیزمن اوسیدای شي.












