
د سوري واکمن بربري نظام او د کردستان د کارګرو د ګوند ترمنځ د یوه ایتلاف څرګندې اشارې په ډاګه شوي دي، چې په دې سره ذهنونو ته د ګوند د مشر عبدالله اوجلان –چې دا مهال ترکیه کې په ابدي بند محکوم دی - او حافظ الاسد د واکمنۍ پرمهال له سوري نظام سره د ایتلاف تاریخ ور په زړه کوي.
د کردي او سوري نظام ترمنځ په مخکني ایتلاف کې لوېديځې او ختيځې کردې سیمې او کلي شامل و، چې هغه مهال په کې د کردانو ټول قوت او ځواک نغښتی وو.
په داسې حال کې چې اوس د سوریې نظام په اوبو کې خپله چړه ويني او مازې د پاتېدو دعاګانې کوي، په سوري کردي مېشتو سیمو کې د نړۍ له نظره دا پټه ساتل شوې ده، چې ګني سوري کردان هم د سوري نظام پلویان دي.
د کردستان د کارګر ګوند یوه څانګه د اسد د نظام ملاتړې ده، چې په پولیسو او اداري برخو کې رغنده ونډه لري.
خو ددغه عجیب ایتلاف هېڅ کوم رسمي اعلان نه دی شوی، نه د اسد د نظام له لوري او نه هم د اوجلان او یا کوم بل هغه پټ پوځي کردي سیاسي مشر یا پټ قومندان له خوا، چې لاهم د عراق د شمالي قندیل غرونو د لړۍ په غرنیو سیمو کې فعالیت او نشاطات لري.
مخکې له دې چې تېره اوونۍ د ترکي حکومت مشر رجب طیب اردوغان په ډاګه کړي چې اسد سوري کردي سیمې د کردستان د کارګر ګوند تر ولکې لاندې د خپل ځان لپاره مسخرې کړي دي، پوځي قومندانان په دې ټولو پوهېدل.
ستنېدل
د کردي دیموکرات ګوند رییس – یعنې د سوري کارګر کردي ګوند څانګې مشر انجنیر صالح مسلم محمد چې د سوري پاڅونونو په پیل کې د عراق کردستان کې تبعید شوی وو، اوس بېرته سوریې ته ستون شوی دی.
صالح مسلم محمد مني چې د اسد نظام یې دښمن نه دی، بلکې له ترکي حکومت سره دښمني لري. همدارنګه استانبول مېشتې د سوریې ملي مخالفې شورا ته مخاطب دی چې په وینا یې دا شورا د ترکي حکومت لاسپوڅې او مطیعه ده.
دی وايي "کله چې سوریې ته راستنېدم، د ګوند ځینې عناصر راسره ملګري و. او د اړتیا په وخت کې د خپل ولس د حمایت لپاره وسلې هم ترلاسه کولی شو."
داسې راپورونه هم شته چې ګني کردي دیموکرات ګوند د سوریې په کردي مېشتو سیمو او لارو کې موانع جوړ کړي، او د سوري نظام مخالف کردان نیسي، د اوبو او برېښنا په زیاترو ځایونو کنټرول لري.
صالح مسلم محمد په دې برخه کې د کالیو د خرڅلاو ځایونو د پلاستيکي نانځکې رول ادا کوي، لکه څنګه چې له ډېر وخت راهیسې په ایران کې د کردستان د کارګر ګوند د څانګې مشر عبدالرحمن حاج احمدي د "بیجاک" په نامه د ګوند مشري کوي.
په کردانو کې دا خبره هم مشهوره ده چې د بیجاک جنګیالي، چې د کلونو په اوږدو کې یې د ایران په کردي مېشتو سیمو کې پر حکومتي بنسټونو بریدونه کړي دي، د ایران له اسلامي جمهویت سره یې لاسونه یو کړي او بیا د سوریې کردي مېشتو سیمو ته لېږدېدلي دي.
د تېر ۲۰۱۱ کال د اکتوبر په اوومه په القامشلي کې کردی سیاستوال مشعل تمو ترور شو، چې د واکمن نظام پرضد "د کردانو د راتلونکې غورځنګ" مشر هم وو. هغه وړاندې د دمشق په زندان کې درې کاله تېر کړي و.
په سوریه کې د پاڅون پرمهال، چې کردي مېشتو سیمو ته یې هم لمن وغځېده، تمو د کردستان د کارګر ګوند له لوري د ګواښ او خطر احساس کاوه، خو په ګوند کې یې ملګرې زاهده رشکیلو –چې په برید کې سخته ټپي شوه او څو میاشتې وروسته د جرمني د بهرنیو چارو د وزیرې په مرسته برلین ته د پناه په وړلو وتوانېده- په دې اند ده چې برید د کردستان د کارګر ګوند عناصرو وکړ.
د سوریې له واکمن نظام سره د کردستان د کارګر ګوند یوځای کېدل د هغې مقولې مصداق دی، چې وايي زما ددښمن دښمن زما دوست دی. اسد تر هغه د ترکي حکومت دښمن دی، چې د کردستان کارګرو ګوند خپله دښمني له ترکي حکومت سره پایته نه وي رسولې، همدا ده چې اوس اسد د دغه ګوند دوست دی.
خو په تېرو لسو کلونو او ان په سوریه کې د پاڅون تر پيلېدو پورې دا خبره بل ډول وه، داسې چې د دمشق او انقرې ترمنځ اړیکي ډېر ټينګ او ملګرتیا یې غښتلې وه.

مخکې له دې چې تېره اوونۍ د ترکي حکومت مشر رجب طیب اردوغان په ډاګه کړي چې اسد سوري کردي سیمې د کردستان د کارګر ګوند تر ولکې لاندې د خپل ځان لپاره مسخرې کړي دي، پوځي قومندانان په دې ټولو پوهېدل.
ددغو علاقاتو د ټينګېدو یو شرط هم د ۱۹۹۸ کال په سپتمبر کې ددمشق له پناځای څخه د کردستان د کارګرو د ګوند د مشر عبدالله اوجلان تبعیدول و، د اوجلان له تبعیدېدو لږ موده وروسته ترکي استخباراتو هغه په افریقا کې ونیو ترکیې ته یې ولېږداوه او د عمري بند سزا یې ورکړه.
خو هغه مهال اوجلان خپلو پلویانو ته دا خدمت کړی وو، چې د سوري ترکانو سرونه یې د دیکتاتور اسد پروړاندې ټيټ کړي و.
د کردستان د کارګرو ګوند کټ مټ د "خلق مجاهدین" هغه حرکت په څېر دی چې په اتیایمه لسیزه کې په دې عقیده وو چې د خمیني د مخالفت غوره لاره هغه مهال له عراقي دیکتاتور صدام حسین سره په ایتلاف کولو کې نغښتې ده. دا چم نن له سوري کردانو او د کردستان د کارګرو له ګوند سره هم شوې ده.












