له ترکيې نه رپوټونه وايي لږ تر لږه اته کسان د ګازیانتېپ Gaziantep په ښار کې د یوه موټر بم په چاودنه کې وژل شوي دي.
په لسګونه نور هم په دې چاودنه کې چې د پولیسو سټيشن ته نژدې شوې ټپیان شوي دي.
ګازیانتېپ Gaziantep د ترکيې په سوېل ختیځه برخه کې پرته سیمه ده او د کردانو کارګر ګوند یا PKK په کې فعاله دي.
پي کې کې PKK د کردانو لپاره ازادي غواړي.












