چین کې د بس ټکر ۳۶ کسان ووژل

د خپريدو وخت: 06:21 گرینویچ - 26 اگست 2012 - 05 وږی 1391

چینايي رسنۍ وايي چې په ۲۰۱۱ کې د ترافیکي پېښو له کبله تر ۶۲۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

د چین حکومتي رسنیو ویلي چې په شمال کې یو بس له یوه ټانکر سره ټکر شوی، چې له کبله یې لږترلږه ۳۶ کسان مړه شوي دي.

دواړه وسایط تر ټکر وروسته سوځېدلي دي.

شینخوا خبري اژانس وايي، چې پېښه د چین په شمال یانان کې نیمه شپه د باوتاو-ماومینګ پر لویه لاره رامنځ ته شوې ده.

دغه اژانس د یوه سیمه ییز چارواکي له قوله ویلي چې درې کسان له پېښې ژوندي وتلي، خو سخت سوځېدلي او ټپیان دي.

د ټکر د لامل په اړه پلټنه پیل شوې ده.

د چین حکومتي تلوېزیون سي سي ټي وي ویلي چې "تر ټکر وروسته ژر بس اور اخیستی دی. د بس مخکنۍ برخه سخته ویجاړه شوې ده. همدارنګه، زیاتره مسافرو په سینه ښویېدو له بسه ځانونه ایستلي دي. همدا ده چې ګڼ کسان مړه شوي هم دي."

چینايي رسنیو د پېښې انځورونه خپاره کړي، چې په کې ټکر شوي ګاډي تور سوځېدلي ښکاري.

چارواکو ویلي چې بس شانخي ولایت ته له د منګولیا له یوې سیمې روان وو.

د چین سړکونه د مساپرو لپاره تر ډېره وېروونکي دي، ترافیکي سیستم یې او قوانین یې ډېر پېچلي دي.

چینايي رسنۍ وايي چې په ۲۰۱۱ کې د ترافیکي پېښو له کبله تر ۶۲۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>