د چین دولتي اژانس د سوریې د اتومي وسلو په اړه د ولسمشر اوباما پر څرګندون نیوکه کړې او هغه یې نامسوولانه خطرناکې بللې دي.
شنیخوا خبري اژانس وايي، امریکا په سوریه کې د پوځي مداخلې لپاره بهانه لټوي.
د دوشنبې په ورځ ولسمشر اوباما ویلي و، چې دی به د سوریې د حکومت له لوري د پوځي وسلو کارول او یا هم خوځول ونه شي زغملی.
د ښاغلي اوباما پردغو څرګندونو روسیې هم نیوکه کړې وه او ویلي، چې سوریه د اتومي وسلو دکارولو اراده نه لري.












