د چین په لږ تر لږه اتو ښارونو کې د جاپان په ضد مضاهرې شوې دي.
په دې مظاهرو کې سلګونه کسان برخه اخیستې وه او په ځېنو سیمو کې د مظاهرو د ګډونوالو شمېر زرګونو کسانو ته رسېده.
مضاهره کونکي د چین بېرغ له ځان سره وړه او له جاپانه يې غوښتنه کوله چې لانجمن ټاپوګان پرېږدي.
د جاپاني رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي دي، چې یو شمېر مظاهره کونکو په جاپان کې جوړ شویو ګاډو او رستورانتونو ته زیان رسولی دی.












