
اسلام اباد کې مسیحیانو د نیول شوې مسیحي نجلۍ پر نیولو مظاهره کړې ده.
یوه پاکستاني وزیر پاول بهاتي ويلي د هغې ځوانې عیسوۍ نجلۍ په اړه ژوره اندېښنه لري چې د قرآن کريم د پاڼو د خرابولو په تور نیول شوې ده.
دغه نجلۍ چې ويل کيږي له ۱۱ نه تر ۱۳ پورې عمر لري اوس په زندان کې ساتل کيږي.
داسې رپوټونه هم شته چې وايي دغه نجلۍ عصبي ناروغه ده.
دغه وزیر بي بي سي ته وويل دی د دې نجلۍ د ټولې کورنۍ په اړه اندېښمن دی.
په سیمه کې ګاونډیان وايي نجلۍ د قرآن کریم پاڼې سوځولي دي.
پولیسو هم ويلي چې د قهرجنو ګاونډیانو له امله دوی مجبوره شو نجلۍ ونیسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا قضیه ډېره خواشینوونکې بللې ده.
ولسمشر زرداري ویلي چې د نیول شوې مسیحي تورنې نجلۍ په اړه دې راپور ورته وړاندې شي.
پولیسو دغه نجلۍ تېره اوونۍ د اسلام اباد په یوه مسیحي مېشته سیمه کې وروسته تر هغه ونیوله، چې ورڅېرمه سیمه کې مسلمانانو خپله غوسه وښوده او د هغې د سزا غوښتنه یې کوله.
رسمي خبري رسنۍ وايي چې ولسمشر زرداري د دغې نجلۍ په نیولو اندېښمن شوی، او ه کورنیو چارو وزارت یې د دې قضیې په اړه د راپور چمتو کولو غوښتنه کړې ده.
چارواکو ویلي چې نجلۍ دماغي ستونزه لري او په سمه توګه د پولیسو پوښتنې نه شي ځوابولی.
نجلۍ ته تر ګواښ کولو وروسته د هغې مور او پلار خپله لور یوه خوندی ځواب ته بوتله.
له سیمې د ممکنه تاوتریخوالي د پېښېدو له وېرې ګڼي مسیحي کورنۍ کوچېدلي دي.












