
امريکايي چارواکي وويل دوى په دې موضوع سر له اوسه سلا مشورې پيل کړي دي.
د قزاقستان په الماتې ښار کې له خبريالانو سره د خبرو پر وخت د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال رابرټ بلېک په ډاگه کړې چې له افغانستان څخه د ځواکونو د ايستلو پر وخت خپل ځينې مهمات د منځنۍ اسيا هېوادونو ته پرېږدي.
امريکايي چارواکي وويل دوى په دې موضوع سر له اوسه سلا مشورې پيل کړي دي.
متحد ايالات غواړي چې د ٢٠١٤ کال تر پايه له افغانستان څخه په جگړه کې بوخت سرتيري وباسي.
رابرټ بلېک وويل د وېش د شمالي شبکې يا اين ډي اين په تړون کې شامل ټول هېوادونه په دې چاره کې شامليږي او په دغو هېوادونو کې به د امريکا د سفارتونو پوځي چارواکي له هر يوه سره جلا خبرې کوي.
د وېش شمالي شبکه د افغانستان په شمال کې د منځنۍ اسيا هغو هېوادونو ته ويل کيږي چې له افغانستان څخه د خپلو پوځي مهماتو د ايستلو لپاره ورڅخه لوېديځ غواړي کار واخلي.
امريکايي مرستيال وزير په ځانگړې توگه ازبکستان ياد کړ او ټينگار يې وکړ چې تاشقند ته به وژونکې وسلې نه سپاري. ده وويل:
" تر کومه ځايه چې زه خبر يم د مهماتو ډېره برخه به د پوځي گاډو وي. د دغه ډول مهماتو سپارل زموږ په گټه دي. ازبکستان د وېش د شمالي شبکې د تړون پياوړى غړى دى."
د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو مرستيال وزير ومنله چې ازبکستان ته دغه تړون سرخوږى هم جوړ کړى دى او د ده په وينا د نړيوالو ترهگرو پام يې ور اړولى دى.
ښاغلي بلېک ټينگار وکړ چې دوى له ازبکستان سره مرسته غواړي چې خپله د ترهگرو له بريدونو ځان وساتي.
امريکايي مرستيال وزير دا هم ومنل چې د ازبکستان حکومت د بشري حقونو په برخه کې گڼې غوښتنې نه دې پر ځاى کړي او په همدې دليل يې له هغه هېواد سره په پرله پسې توگه د پوځي مرستو امکان کم وباله.












