د امریکا د دفاع وزیر لیون پنېتا هغه رپوټونه بې ارزښته وبلل چې ګواکې پر ایران د هغه هیواد د اتومي پروګرام له امله د اسرایلو برید حتمي دی.
ښاغلي پنیتا وویل متحد ایالتونه ګومان نه کوی چې اسرایلو دې پر ایران د برید پریکړه کړې وي.
پر همدې مهال کې د امریکا یوه لوړ پوړي پوځي چارواکي جنرال مارتین دیمپسي پر ایران تور ولګاوه چې په سوریه کې دننه ملیشې جوړوي چې د بشار اسد د رژيم په پلوۍ وجنګیږي.












