۱۹۲۶ ميلادي کال: د برتانیا راتلونکې ملکه وزيږېده.
دویمه الزابت چې هغه مهال د يارک د شهزادګۍ لقب ورکړل شوی و، د۱۹۲۶ ميلادي کال د اپرېل په ۲۱ نېټه د شپې په ۲:۴۰ په لندن کې وزيږده. پلار يې چې هغه مهال د يارک د حاکم لقب درلود وروسته د پنځم جورج په نامه د برتانیا پاچا شو. د ملکې الزابت خور شهزادګۍ مارګرېټ روز په ۱۹۳۰ ميلادي کال کې دې نړۍ ته سترګې وغوړولې.

۱۹۳۷ ميلادي کال پنځم جورج او شاهي تخت
د زيږيدو پر مهال شهزادګۍ الزابت واک ته د رسیدو په ليکه کې دريم کس وه. د ملکې د نيکه څلورم جورج له مړینې وروسته د هغې مشر زوی او د ملکې تره اډوارډ د واک په ګدۍ کیناست. خو دۀ د والېس سمسن په نامه له يوې امريکايي ميرمنې سره چې طلاقه شوې وه د واده کولو په موخه شاهي تخت ته شا کړه نو وروسته بیا د ملکې الزابت پلار پنځم جورج پاچاهۍ ته ورسید.

۱۹۴۷ ميلادي کال د شهزادګۍ الزابت واده
شهزادګۍ الزابت وار له مخه له شهزاده فلېپ سره واده کړی و چې د برتانیا ملکه و ټاکل شوه. شهزادګۍ الزابت د ۱۹۴۷ ميلادي کال په جولای کې له شهزاده فلېپ سره کوژده او د همدې کال د نومبر په شلمه نېټه د ويست مينيستر ابي په کليسا کې واده وکړ.

۱۹۵۲ د نوې ملکې ظهور
د ۱۹۵۲ ميلادي کال د فبرورۍ په شپږمه کله چې د برتانیا پاچا پنځم جورج ومړ شهزادګۍ الزابت د يوه شاهي سفر پر مهال په کینیا کې وه. سفر لغوه شو او شهزادګۍ د انګلستان د نوې ملکې په توګه دغه هېواد ته را ستنه شوه. د برتانیا د هغه مهال لومړی وزير وینستن چرچل يې هرکلي ته هوايي ډګر ته ورغی.

۱۹۵۳ ميلادي کال، د تاج په سرولو مراسم
د ۱۹۵۳ ميلادي کال د جون په دويمه نېټه شاهي تاج د ملکې دويمې الزابت پر سر کيښودل شو. سره له دې چې سخت باران ورېده، خلک په سړکونو را غونډ شوي وو چې د ملکې سپرلی ګادی وويني. د تاج په سرولو دستوره د ملکې په غوښتنه په لومړي ځل د تلويزيون او راديو له لارې په ژوندۍ بڼه خپره شوه.

۱۹۵۳ميلادي کال د شاهي دندو پيلېدل
په همدې کال کې ملکې الزابت د همګټو هېوادونو په هغه سفر ولاړه چې د پلار د مړينې له امله يې نيمګړی پرې ايښی و. د تېرو شپږو لسېزو په اوږدو کې ملکې الزابت ۲۶۱ رسمي سفرونه کړي چې په ترڅ کې يې ۱۱۶ هېوادونو ته تللې ده.

۱۹۶۰ میلادي کال، ملکه، ميرمن، مور
له ۱۸۵۷ میلادي کال د ملکې وېکټوریا له واکمنۍ وروسته ملکه الزابت لومړنۍ واکمنه وه چې د خپل سلطنت پر مهال مور شوه. ملکه الزابت د دوو بچيانو مور وه چې واک ته ورسېده او دوه نور زامن يې شهزاده انډريو او شهزاده اډوارډ د دې د واکمنۍ پر مهال وزيږېدل. ملکه الزابت اوس څلور اولادونه او څلور لمسيان لري. په لندن کې يې رسمي استوګن ځای د بکېنګهم ماڼۍ، له لندنه دباندې د وېنزر، او له انګلستانه وتلې په سکاټلنډ کې د هاليروود ماڼۍ دي.

۱۹۷۰ خلکو سره نژدېوالی
استرالیا او نيوزيلند ته د يوه سفر پر مهال ملکې الزابت يو نوی چلند دود کړ او هغه د خلکو په مينځ کې پلي ګرځيدل و. په دې توګه دې کولای شوای چې د شونتیا تر کچه له ډیړو خلکو سره وويني.

۱۹۷۷ ميلادي کال ۲۵ کلن سلطنت
د ملکې الزابت د واکمنۍ ۲۵ کلیزه په برتانیا او هم ګټو هېوادونو کې په بېلا بېلو شاندارو مراسمو ولمانځل شوه. د رپوټونو له مخې د لندن پر سړکونو په بېلا بېلو ځايونو کې ۴۰۰۰ ميلمستياوې جوړې شوې وې.

۱۹۷۹ د اوسپنېزې ميرمنې هرکلی
د ملکې الزابت د واکمنۍ پر مهال ډيرې داسې پېښې وې چې په لومړي ځل را منځ ته شوې، يوه په ۱۹۷۹ ميلادي کال کې د بکنګهم په ماڼۍ کې د برتانیا لومړنۍ ښځينه صدر اعظمې ته هرکلی ويل و.

۱۹۹۲ غمجن کال
ملکې د ۱۹۹۲ کال د غم او ډار کال وباله. په دې کال کې په وېنزر ماڼۍ کې اور ولګیده. په ۱۹۹۳ ميلادي کال کې د ملکې الزابت دوه زامنو او لور ودونه وکړل.

۱۹۹۷ميلادي کال د خلکو له شهزادګۍ سره مخه ښه
د ۱۹۹۷ ميلادي کال د اګسټ پر۳۱ د شهزادګۍ ډيانا مړینې نړېوالو ته ټکان ورکړ. نوموړې د فرانسې په پلازمېنه پاريس په يوهّ تونل کې په يوه ترافیکي پېښه کې مړه شوه.

۲۰۰۰ ميلادي کال د ملکې د مور سلمه زیږ کلیزه
د ۲۰۰۰ ميلادي کال په څلورمه نېټه د ملکې مور الزابت باوزـ ليون خپله سلمه زیږ کلیزه ولمانځله. نوموړې په ۲۰۰۲ ميلادي کال په ۱۰۱ کلنۍ کې مړه شوه چې په دې توګه يې تر هر پخواني پاچا يا ملکې ډير عمر وکړ.

۲۰۰۲ د سلطنت ۵۰ کلیزه
د ملکې الزابت د واکمنۍ ۵۰ کلیزه په رنګا رنګو جشنونو ولمانځل شوه. ملکې الزابت همګټو هېوادونو ته سفر وکړ او د هغوی له ملاتړ نه يې مننه وکړه.

۲۰۰۵ ميلادي کال ترهګرو لندن په نښه کړ
د ۲۰۰۵ کال د جولای په اوومه څلورو ځانمرګو بريدګرو د لندن په زړه کې پر ترانسپورتي سیستم بريد وکړ. ۵۲ تنه يې ووژل او څه د پاڅه ۷۷۰ تنه يې ټپيان کړل. ملکې د بريدونو د غندنې تر څنګ د سمبالوونکو پر وړاندې د مقاومت په نښه په خپل پيغام کې وويل دوی به هيڅ کله زموږ د ژوندانه لار بدله نه کړي.

۲۰۱۱ واده او لمانځنې
په ۲۰۱۱ کال کې د ملکې په ژوند کې د خوشالۍ څو پېښې مخې ته راغلې. د هغې دوه لمسيانو ودونه وکړل. شهزاده ويليم له کترېن ميډلټن سره واده وکړ او دملکې لمسې زارا فلېپ ميک تراوتن ته واده شوه.

۲۰۱۲ ميلادي کال دسلطنت شپيتمه کلیزه
په ۲۰۱۲ ميلادي کال کې د ملکې الزابت د واکمنۍ شپيتمه کلیزه بشپړيږي. له دې سره نوموړې د برتانیا په تاريخ کې دويم هغه کس دی چې د اوږدې مودې لپاره واک چلوي. تر دې وړاندې ملکه وېکټوريا ۶۳ کاله د برتانیا واکمنه وه. د شپيتمې کلیزې د لمانځلو په موخه به ملکه الزابت د برتانیا بېلا بېلو سیمو ته او د شاهي کورنۍ نور غړي به بهرنيو هېوادونو ته سفر وکړي. د جون په دريمه به د تيمز سيند غاړې ته جشن او د جون په څلورمه به په بکنګهم ماڼۍ کې هم د بي بي سي له خوا کنسرت جوړ شي او په نورو ځايونو کې به هم ورته مراسم تر سره شي.















































