تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ورک شوي اوبتل کې سپاره کسان مړه شوي؛ ښايي مړي یې سمندر کې پاتې شي
د امریکا سمندري ساتونکو په اټلانټيک سمندر کې لادرکه شوي اوبتل کې د سپارو کسانو د مړينې پخلی کړی دی.
د اوشن ګېټ په نامه شرکت چې بنسټ اېښودونکی يې هم په دې اوبتل کې سپور و، د دغو کسانو مړينه تائيد کړې او ويلي يې دي، "موږ باور لرو چې سټاکټن رش، شهزاده داود، د هغه زوی سليمان داود، هېمېش هارډېنګ او پاول هېنري خپل ژوند له لاسه ورکړی دی."
د امریکا ساحلي ساتونکي وړاندې د دغه اوبتل د څو ټوټو د موندلو خبر ورکړی و. امریکايي سمندري چارواکي وايي، ښايي د ورکو شویو کسانو مړي ونه موندل شي.
اوس داسې رپوټونه هم شته چې دغه اوبتل کې له سپارو کسانو سره د اړیکو له پرې کېدو وروسته ښايي په همغه ورځ مړه شوي وي. د دغه اوبتل ټوټي د ټایټانیک بیړۍ له پاتې شونو نژدې ۴۰۰ متره لېرې موندل شوې دي.
داسې انګېرل کېږي چې ښايي دغه کسان ټایټانیک بیړۍ ته رسېدلې نه وي چې د سمندر په نژدې ۴۰۰۰ متره ژوره برخه کې پرته ده.
په دې اوبتل کې د پنځو ورځو اکسيجن موجود وو چې ويل کېدل د پنجشنبې تر ورځ به دوام وکړي.
د امریکا تر څنګ د بريتانيا شاهي سمندري ځواک هم په دې لټون کې برخه لرله.
دا سياحتي اوبتل چې د ټايټانيک بېړۍ پاتې شونو ليدو پسې سمندر ته ښکته شوی و د تېرې يکشنبې په ورځ لادرکه شو.
اوبتل کې سپاره کسان څوک وو؟
۵۸ کلن هېمېش هارډینګ، بریتانوي دی چې مخکې يې فضا او جنوبي قطب ته یې څو ځله سفرونه کړي دي.
برتانوي سوداګر شهزاده داود، ۴۸ کاله عمر لري، له اره د پاکستان دی او له یوې بډایه کورنۍ سره تړاو لري.
د هغه زوی سلیمان داود، ۱۹ کاله عمر لري او زده کوونکی دی.
پاول هینري نارجیولټ، 77 کلن، د فرانسې د سمندري ځواکونو یو پخوانی غوټه وهونکی دی او مخکې يې په ۱۹۸۷ کال کې د ټايټانيک بېړۍ ليدو لپاره هم سفر کړی و.
سټاکټن رش، ۶۱ کلن دی، نوموړی د اوشن ګېټ شرکت چې د دې سفر تر شا دی اجرائیوي مشر دی.
د لټون پر مهال د امریکا ساتونکو منلې وه چې د ورک شوي اوبتل د لټون په درشل کې يې تر اوبو لاندې سيګنالونه او غږونه اورېدلي وو.
خو معلومه نه وه چې دا غږونه د څه وو، ځينې کارپوهان وايي کېدی شي د کبانو او يا هم نورو سندري ژويو وو.
اټکل کېږي، چې دا اوبتل به ۴،۰۰۰ متره ژور اوبو کې ډوب شوی وي. تر دې کچې ژوره برخه کې ژغورونکي اوبتلونه د کار کولو وړتیا نه لري.
ټایټانیک په خپل وخت کې د نړۍ تر ټولو ستره بېړۍ بلل کېده، خو د ۱۹۱۲ کال د اپریل پر پنځلسمه شپه په سمندر کې د کنګل له یوې غونډۍ سره ټکر او ډوب شوه.
د یادونې ده، چې دا د ټایټانیک لومړنۍ سفر و، چې د بریتانیا له ساوت همپټن ساحله یې د امریکا نیویارک ته پیل کړی و.
د ټایټانیک ډوبېدو پېښه کې ۱۵۰۰ کسان مړه شوي وو.