د ژغورنې نړيواله کمېټه: اروپايي ټولنې د افغان کډوالو په حق کې 'لويه بې غوري' کړې

د ژغورنې نړیوالې کمیټې يا ای ار سي یوه نوي رپوټ کې ویلي د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو د خپلې ژمنې خلاف د افغان کډوالو په حق کې لویه بې غورې کړي او د مېشتولو وړ افغانانو یوازې یو سلنه یې د کډوالو په توګه منلي دي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې نوې موندنې ښيي چې پر کابل کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته یو میلیون او شپږ سوه زره افغانان کډوال شوي، له دې ډلې ۹۹ سلنه یې پاکستان او ایران ته تللي دي.

د "دوه کاله وروسته، لا هم د افغان لپاره خوندي لارې نشته" په نامه دا رپوټ د افغان کډوالو د اړتیاوو په برخه کې د اروپايي ټولنې له لویې بې غورۍ پرده پورته کوي.

آی ار سي وايي که څه هم د افغان کډوالو شمېر نړۍ کې د کډوالو درېیم لوی شمېر دی، خو اروپايي ټولنې په تېر ۲۰۲۲ کال کې له څه باندې ۲۷۰ زره افغان کډوالو له ډلې یوازې ۲۷۱ کډوال مېشت کړي. د ورکړل شویو شمېرو له مخې دا یوازې د مېشتولو وړ افغان کډوالو یوه سلنه برخه ده.

ایټالیا کې مېشته افغان کډواله هلته په پنډغالو کې د میشتو افغانانو په اړه بي بي سي ته وويل، "اروپایي ټولنه ۲۷ غړي هېوادونه لري، د دې ټولنې اکثره غړي د طالبانو له بیا واکمنېدو وړاندې شل کلنه دوره کې ښکېل وو، پوځیان یې استولي وو او د مالي مرستو یوه برخه یې پر غاړه لرله.

د آی اری سي په رپوټ کې جرمني د بېلګې په توګه یاد شوی او زیاتوي دغه هېواد نهه میاشتې وړاندې د خپل نوي پلان له مخې یو افغان هم نه دی مېشت کړی. د دې پروګرام له مخې په پام کې وو جرمني هره میاشت زر افغانان ځای پر ځای کړي.

د ژغورنې نړیواله کمیټه وايي نه یوازې داچې افغانان له ژمنې او اړتیا سره سم د کډوالو په توګه نه دي منل شوي او نه مېشت شوي بلکې په ۲۰۲۱ کال کې څلوېښت سلنه یې د اروپا له پولو بېرته استول شوي دي.

آی آر سي وايي د دې چلن له امله ګڼ شمېر افغان کډوال د یونان په لرې پرتو ټاپو ګانو چې زندان ته ورته دي، "کلابند" دي او دې وضعیت له ځايي ټولنو سره د دوی د یو ځای کېدو مخه نیولې. په دې رپوټ کې ویل شوي چې د هغو کسانو له ډلې چې آی آر سي ورسره مرسته کوي، ۹۲ سلنه یې له ذهني نارامیو او ۸۶ سلنه یې له ژور خفګانه کړېږي.

رپوټ کې راغلي چې د وړم کال پرتله د کډوالو په توګه د افغانانو د منلو کچه تر ډېر کمه شوې، په ۲۰۲۱ کې ۶۶ سلنه، خو په ۲۰۲۲ کې ۵۴ ته را ټیټه شوې ده.

په رپوټ کې اروپايي هېوادونو ته ځینې لارې چارې هم ور په ګوته شوي چې څنګه کولی شي افغان کډوال ومني او له دې کړاوه یې خلاص کړي.

د آی آر سي مشر ډېویډ مېلبنډ د نوي رپوټ په اړه ویلي، دا رپوټ له هغه حیرانوونکې بې غورۍ پرده پورته کوي چې اروپايي ټولنې د افغانانو په حق کې کړې، د ښاغلي مېلبنډ په وینا دې چلن افغانان خوندي ځای ته د رسولو لارې په اوږدو کې له خطر سره مخامخ کړي.

ښاغلي مېلبنډ ویلي، که اروپايي ټولنه په رښتیا د افغانانو ملاتړ کې جدي وي نو اروپا ته د تګ خوندې لارې چارې دې ژر تر ژره برابرې کړي، او ټول هغه افغانان چې ملاتړ ته اړتیا لري په عزت دې ومنل شي، پرته له دې چې دې ته وکتل شي چې له کومې لارې یې ځان رسولی. ښاغلي مېلبنډ ویلي د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو اته میلیونه اوکرايينیان منلي او دا ښيي اروپا کولی شي په با عزته او انساني لارو کډوال ومني.

که له یوې خوا د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو کې د افغان کډوالو د منلو او مېشتولو چاره لکه ای ار سي چې وايي پڅه ده، له بلې خوا پاکستان او ایران هره ورځ سلګونه افغانان بېرته خپل هېواد ته استوي.

یوازې تېره اوونۍ ایراني چارواکو وویل چې د اوو ورځو په اوږدو کې یې نژدې نهه زره افغانان چې په ناقانونه توګه ایران ته تللي بېرته افغانستان ته استولي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانانو د کډوالۍ لړۍ یو ځل بیا پراخه شوې، له اندونیزیا نیولې تر متحده عربي اماراتو، برازیل، ترکیې او ځینو نورو هېوادونو کې هغه ګڼ شمېر افغانان له مالي، رواني، نامعلوم برخلیک او نورو ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي .