د تونس سمندر کې د لسګونو کډوالو ډوبېدو ته اندېښنې ډېرېږي

د تونس سمندري ساتونکي وايي، دوو ورځو کې یې د کډوالو ۵۶ کښتیو مخه نیولې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د تونس سمندري ساتونکي وايي، دوو ورځو کې یې د کډوالو ۵۶ کښتیو مخه نیولې.

د تونس ساحلونو ته نژدې د یوې کښتۍ ډوبېدو له کبله لږ تر لږه ۳۴ افریقايي کډوال بې درکه دي. دا په تېرو دوو ورځو کې د کډوالو پنځمه کښتۍ ده، چې ډوب شوې ده.

په دې پېښو کې د ۷ کسانو مړینه تائید شوې او ۶۷ نور لا هم بې درکه دي. چارواکي وايي، دوی باوري دي چې دا کښتۍ د ایټالیا پر لور روانې وې.

د تونس ساحلي ساتونکو په وینا دوی په همدې دوو ورځو کې د داسې ۵۶ کښتیو مخه نیولې چې غوښتل یې د سمندر له لارې د ایټالیا پر لور وخوځېږي.

د تونس ملي ګارد حسیم جیبابلي وايي، داسې درې زره کډوال نیول شوي دي، چې له دې هېواده د وتلو هڅه یې کوله.

د یادونې ده، چې تونس د هغو کډوالو لپاره چې مخ پر اروپا ځي، د سفر یو لومړنی پړاو بلل کېږي. د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې سږ کال ایټالیا ته د رسېدلو کډوالو له ډلې ۱۲ زره داسې دي چې له تونسه یې سفر پیل کړی.

پروسږ کال دا شمېر ۱۳ سوه کسان یاد شوي وو.

تېره میاشت د تونس ولسمشر په خپل هېواد کې مېشت د مرکزي، لوېدیځې او سویلي افریقايي هېوادونو مشترکې سیمې چې د سب - سارا افریقا په نامه هم یادېږي، کډوال د جرمونو یوې څپې مسوول وبلل او تور یې پورې کړ چې ګواکې د خلکو پېژندګلوۍ یو کړکېچ ګواښ رامنځته کوي.

د افریقايي هېوادونو ټولنې د نوموړي دا څرګندونې ''له کرکې ډکې توکمپاله ''څرګندونې وبللې او د بشري حقونو فعالانو هم وغندلې.

بل لور د جمعې پر ورځ د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني په بروکسل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال خبرداری ورکړ چې که د تونس سیاسي او اقتصادي ثبات ته پاملرنه و نه شي، په وینا یې ''اروپا ته به د کډوالۍ یو څپه راشي. ''