ټکساس جمهوریت- چې امریکا یې خپلواکي ومنله څنګه ړنګ شو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, وليد بدران
- دنده, بي بي سي نيوز عربي
د ۱۸۳۶ کال پر همدې ورځ ټکساس له مکسیکو جلا شو او نژدې ۱۰ کاله د یوه خپلواک جمهوریت په توګه وپایېده، په دې موده کې امریکا، ځینو اروپايي هېوادونو، لکه بریتانیا او فرانسې هم په رسمیت وپېژانده، ټکساس جمهوریت خپل اساسي قانون، بیرغ او خپل حکومت درلود، خو مکسیکو په رسمیت ونه پېژانده.
که څه هم ټکساس جمهوریت یو لنډعمره دولت و، خو د امریکا پر تاریخ یې لوی اغېز درلود.
د ټکساس د خپلواکۍ پیلامه د نولسمې پېړۍ لومړیو کې هغه مهال وه، چې مکسیکو په ۱۸۲۱ کال له اسپانیا خپلواکي واخیسته. د مکسیکو نوي حکومت امریکايي وګړي وهڅول چې ټکساس ته ولېږدي- هغه مهال ټکساس د مکسیکو یوه برخه وه.
د ټکساس جمهوریت ددغه ایالت په تاریخ کې د یوه کمیابه باب په توګه څېړل کېږي. د امریکا په سوېل کې دا تر الاسکا وروسته دویم ګڼ وګړیزه ایالت دی او د نفوس د ډېروالي له کبله تر کلیفورنیا وروسته دویم کتار کې راځي. دا په "یوازېني ستوري" ایالت هم یاد شوی.
انقلاب

د عکس سرچینه، Getty Images
اسپانویان په ۱۵۲۸ کال دغې سیمې ته ورسېدل. فرانسویانو په ۱۶۸۵ کال دا غوښتنه رامخې ته کړه چې ګنې دا سیمه د لویزیانا برخه ده.
په ۱۸۰۳ کال، د امریکا متحدو ایالتونو لویزیانا له فرانسې وپېرله، خو د ۱۸۱۹ کال د تړون له مخې یې له اسپانیا سره د ټکساس د یوځای کېدو له غوښتنې لاس واخیست.
په ۱۸۲۱ کال له اسپانیا نه د مکسیکو د خپلواکۍ تر اخیستو وروسته ټکساس د مکسیکو برخه وګرځېده او بیا د امریکایانو ورکوچېدل پیل شول.
په ۱۸۳۵ کال، ټکساس کې شاوخوا ۳۰ زره امریکایان مېشت وو، چې ډېری یې د مکسیکو له حکومته د ډېرېدونکې مالیې او د پوځي ملي مشر انتونیو لوپیز دي سانتا انا د لیرې کېدو له کبله ناراضه وو.
د ۱۸۳۵ کال اکتوبر کې، ټکساس کې وګړو د مکسیکو د حکومت ضد شکایتونو د بحث لپاره یو کنفرانس جوړ کړ، د موقت حکومت او د یوه داسې پوځ د جوړېدو غوښتنه یې وکړه چې د مسیکو د پوځ پرضد د ټکساس دفاع ته په داوطلب ډول ور ودانګي.
د ۱۸۳۵ کال د نومبر پر دریمه، د ټکساس قومندانانو له مکسیکو د خپلواکۍ او د ټکساس د موقت حکومت جوړېدو اعلان وکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
سام هیوسټن د ټکساس یو کوچنی انقلابي پوځ جوړ کړ، او په ۱۸۳۶ کال د ټکساس خلک اجباري عسکرۍ ته اړ شول، هر توان لرونکی کس چې عمر یې د ۱۷ او ۵۰ کلونو ترمنځ وي باید عسکري وکړي.
په بدل کې یې خدمت کې بوخت کس ته ځمکه ورکول کېده.
د هیوسټن په مشرۍ د ټکساس پوځ د ۱۸۳۶ کال لومړیو کې د مسکیکو د پوځ پرضد ډېرې جګړې وکړې.
د همدې کال د مارچ پر ۶مه، د جنرال انتونیو لوپیز دي سانتا انا په مشرۍ د مکسیکو پوځ په سان انتونیو کې پر الامو ماڼۍ برید وکړ، که څه هم د ټکساس پوځیانو سخت مقاومت وکړ خو په جګړه کې یې ټول پوځيان ووژل شول.
بیا د همدې کال د اپریل پر ۲۱مه سان جسینټو کې جګړه وشوه چې ټکساس پکې پرېکنده بریا ترلاسه کړه.
مشران

د عکس سرچینه، Getty Images
ګڼو کسانو د ټکساس مشري وکړه، چې سام هیوسټن، جیمز فانین، سټیفن اوسټن او ویلیم بي ټرافیس یې مشهورې څېرې وې.
د سان جاسینتو له جګړې وروسته، امریکا د ټکساس جمهوریت د یوه خپلواک دولت په توګه وپېژانده.
د ټکساس جمهوریت رسماً د ۱۸۳۶ کال د اکتوبر پر ۲۲مه جوړ شو او سام هیوسټن یې لومړنی مشر و.
دې نوي حکومت خپل بیرغ او اساسي قانون درلود او غلامۍ ته یې اجازه ورکړه. د حکومت رسمي ژبه انګلیسي وه.
امریکايي ایالت

د عکس سرچینه، Getty Images
ټکساس له ۱۸۳۶ تر ۱۸۴۵ کال پورې یو داسې حکومت درلود چې خپله ځمکنۍ بشپړتیا یې لرله او بیا بالاخره له امریکا سره یو ځای او د امریکا ایالت وګرځېد.
یو لوی لامل یې امریکا ته د ټکساس د ډېری وګړو تګ وو او د امریکا حکومت هڅه کوله چې له ۱۸۲۶ کال راهیسې ټکساس له مکسیکو وپېري.

د عکس سرچینه، Getty Images








