له شهزاده هري او د هغه مېرمنې میګان د شاهي استوګنځي پرېښودلو غوښتنه شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د برتانیا شهزاده هري او د هغه مېرمن میګان مارکل ته ویل شوي چې خپل شاهي استوګنځی، فروګمور کاټیج پرېږدي.
مخکې راپور ورکړل شوی و، دغه استوګنځی چې، د وینزر ماڼۍ کې دی، د یارک ډیوک شهزاده انډریو ته ورکول کیږي.
اوس د شهزاده هري او میګان مارکل ویاندانو هم دا خبر تایید کړی، په داسې حال کې چې شاهي ماڼۍ (بکینګهم ماڼۍ) تراوسه پدې اړه څه ندي ویلي.
شهزاده هري او مېرمن یې دا مهال له خپلو دوو بچو سره د امریکا په کلیفورنیا کې ژوند کوي.
شهزاده هري او میګان په ۲۰۲۰ کال کې له خپل شاهي ژونده تېر شول او وروسته یې انګلستان هم پریښود.
د وینزر لرغونې ماڼۍ چې د لندن په برکشایر ښارګوټي کې ده، د شهزاده هري انا، دویمې ملکې الیزابت لخوا دغې نوې جوړې ته ډالۍ شوې وه.
شهزاده هري او میګان پخپله ورکړل شوی ځای ترمیم کړ او اټکل دی چې په ۲۰۱۸ کال کې پرې دوه اعشاریه څلور میلیونه پونډه لګول شوي وو. په پیل کې دا لګښتونه له عامه مالیاتو ورکول کېدل، خو وروسته بیا شهزاده هري ټولې پیسې خپله ورکړې.
د راپورونو له مخې شهزاده هري او میګان ته د دې کال په جنورۍ کې د بکینګهم ماڼۍ لخوا ویل شوي و، چې دا استوګنځی پرېږدي، دا ګام وروسته تر هغه پورته شوی چې د شهزاده هري له خوا د "سپېر" کتاب خپور شو.
د هري دا کتاب د جنورۍ میاشت کې په انګلستان کې خپور شو. دا له ۱۹۸۸ کال راهیسې په چټکۍ سره د دې هېواد ترټولو زیات پلورل شوی غیر افسانوي کتاب دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
شهزاده هري د کتاب په یادښتونو کې دا ادعا هم کړې چې د هغه مشر ورور شهزاده ویلیم هغه وهلی وو. شهزاده هري په خپل ژوندلیک کې دا هم لیکلي، دواړو وروڼو له خپل پلاره غوښتي وو چې کامېلا پارکر (د پاچا اوسنۍ میرمن) سره واده ونه کړي.
( رایل کاټیج) هغه شاهي ماڼۍ ده چې لرغونی تاریخ لري. دا ماڼۍ په ۱۷۹۲ کال کې د پاچا جورج دریم میرمنې ملکه شارلټ لخوا جوړه شوې وه، چې وکولای شي له شاهي محکمې څخه لېرې له خپلو لوڼو سره په سوله کې ژوند وکړي. په دغې دورې کې، بریتانوي اشرافو خوښول چې په خپله شاوخوا کې لوی کورونه جوړ کړي او وکولای شي په ارامه توګه د کلیوالي ژوند ورځې تېرې کړي.










