د شهزاده هري کتاب: بریتانويو رسنيو زما خبره تاو کړې

د ویډیو تشریح، د شهزاده هري کتاب: بریتانويو رسنيو زما خبره تاو کړې

شهزاده هري وايي، په افغانستان کې د خدمت پر مهال د ۲۵ طالب وسله والو د وژلو خبره داسې نه ده کړې چې کواګې دی پرې ویاړي.

دی دا سپیناوی له هغه وروسته کوي چې ځینو پوځي څېرو پر ده نیوکه وکړه، ځکه ده په خپل نوي کتاب کې هغه کسان چې ده وژلي وو د "شطرنج دانو" په توګه یاد کړي دي.

خو له یوې امریکايۍ شبکې سره په مرکه کې شهزاده هري پر رسنیو تور ولګاوه چې د ده خبرې یې ناسمې تعبیر کړې دي.

دی وايي، کوم ډول چې رسنیو د ده خبرې راخیستې دي، د ده کورنۍ یې په خطر کې اچولې.

د بریتانیا پاچا چارلز، د دویم زوی کتاب، سپیر، د سې شنبې پر ورځ خپور شو، ویل کېږي په ټوله نړۍ کې یې د چټک پلور له امله ریکارډ مات کړی دی.

د بي بي سي د شاهي مسایلو خبریال نېکولس وېچیل رپوټ لري.