پوتین وايي له امریکا سره د اتومي وسلو کمولو هوکړه کې د روسیې ګډون ځنډوي

د عکس سرچینه، Reuters
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، روسیه له امریکا سره د اتومي وسلو کمولو په مهمه هوکړه کې ګډون ځنډوي او مسکو باید په داسې صورت کې چې امریکا دا ډول ازموینې کوي، د اتومي وسلو ازموینو ته چمتو اوسي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکراییني او لوېدیځوالو چارواکو سختې نیوکې کړې او په اوکرایین کې یې د جګړې پر پیلولو تورن کړي دي.
نوموړي پر اوکرایین د روسي پوځونو یرغل په مناسبت یوه وینا کې دغه څرګندونې کړې.
ښاغلی پوتین د هر زېږدیز کال پای کې یوه وینا کوي چې په ژوندۍ بڼه خپرېږي، خو تېر ۲۰۲۲ کال یې دا کلنۍ وینا وځنډېده، چې نن (فبروري ۲۱مه) یې په مسکو کې وکړه.
ښاغلي پوتین په خپله وینا کې وویل د ''ځانګړو عملیاتو '' له پیل مخکې اوکراییني چارواکو له لوېدیځوالو سره د وسلو ترلاسه کولو لپاره خبرې پیل کړې وې.
د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو، پخوانی لومړی وزیر دیمتري مېدودیف، اقتصاد وزیر اندري سیلوانوف او د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم په تالار کې د هغو کسانو په غونډه کې ناست وو، چې د ولسمشر پوتین وینا یې اورېده.
ښاغلي پوتین وویل، روسیې له دې پرته بله لار نه درلوده، چې له ځواکه کار واخلي.
نوموړي زیاته کړه: ''موږ د خپل کور او خلکو دفاع کوو." د نوموړي په وینا روسیه له وجودي ګواښ سره لاس او ګرېوان ده او لوېدیځوال هڅه کوي، سیمه ییز تاوتریخوالی په یوه نړیوال کړکېچ بدل کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي پوتین تور پورې کړ چې لوېدیځوال نفاق رامنځته کوي او په وینا یې پر ''خاینانو '' حساب کوي.
له دې اوږدې وینا وروسته چې ښاغلي پوتین پکې پر لویدیځوالو تور پورې کړ چې د هر څه پړه پر روسیې اچوي، نوموړي د هغو روسي سرتېرو په هکله خبرې وکړې چې جګړې ته استول شوي دي.
ولسمشر پوتین ژمنه وکړه، چې له وسه سره سم به د هغوی له کورنیو سره مرستې وشي.
نوموړي د هغو بندیزونو یادونه هم وکړه چې پر روسیې لګول شوي او په وینا یې لویدیځوالو تمه درلوده چې دا بندیزونه به د روسیې اقتصاد دړې، وړې کړي، خو په خبره یې هېواد یې توانېدلی خپل تدارکات او اقتصادي ملګرتیاوې له سره ورغوي.
هغه د اقتصادي پروژو یادوونه وکړه او د مسکو - کازان تر منځ د لویې لارې جوړېدو او تر منګولیا او چین پورې یې د دې لارې غځولو خبره وکړه.
نوموړي دغه راز له ایران، هند او منځني ختیځ هېوادونو سره د اړیکو پیاوړي کولو پر موضوع هم وغږېد.
د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن به وروسته په پولنډ کې یوه مهمه وینا وکړي او د سپینې ماڼۍ مسوولین وايي، نوموړی د ولسمشر پوتین وینا اوري.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شننه
ویل ویرنن
بي بي سي مسکو
د ولسمشر پوتین وینا د هېواد پالنې له احساساتو ډکه وه. د کرملین مشر یوځلې بیا خپل هېواد د یو قربانې په توګه وښود او ادعا يې وکړه چې دا روسیه نه بلکې لویدیځ دی چې اوکرایین کې یې جګړه پېل کړې ده. هغه وویل روسیې یوازې غوښتل چې دا جګړه ودروي.
هغه د تاریخي شکایتونو یو اوږد لېست یاد کړ او ورپسې یې دا اعلان وکړ چې روسیه به د امریکا متحدو ایالتونو سره د اټومي وسلو مهم تړون کې خپل ګډون وځنډوي.
ښاغلي پوتین ګواښ وکړ چې که امریکا اتومي ازموینې بیا پېل کړي روسیه به هم دا کار وکړي.
واشنګټن په دې وروستیو کې ادعا کړې وه چې روسیې څارنو ته د اجازې په نه ورکولو سره له دې تړونه سرغړونه کړې ده.
د روسیې ولسمشر پر اټومي ګواښ برسېره د ده په خبره د روسیې ''د نویو سیمو '' ستاینه وکړه- د اوکرایین څلور سیمې چې مسکو د تېرکال په سپتمبر کې په ناقانونه توګه له روسیې سره یو ځای کړې.
خو دا یې یاده نه کړه چې اوکراییني ځواکونو روسي عسکر د خېرسون له ښاره پر شا تمبولي - چې دا په وروستیو میاشتو کې د جګړې په ډګر کې د روسیې د شرموونکو ماتو یوه بېلګه ده.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اتومي وسلو په هکله پوتین ادعا؛ د حقیقت پلټنه
ښاغلی پوتین د خپلې وینا په ترڅ کې یادونه وکړه چې ''دکیېف رژیم هڅه کوي اټومي وسلې ترلاسه کړي ''.
کله چې اوکرايين د شوروي اتحاد یوه برخه و، هلته اټومي وسلې ځای پرځای شوې وې. خو کله چې اوکرايين په ۱۹۹۴کې د اټومي وسلو د نه خپرولو تړون سره یوځای شو له اټومي وسلو یې لاس واخیست.
په ۲۰۲۱ کې، جرمني کې د اوکرايين سفیر وړاندیز وکړ چې که اوکرایین ونشي کولای ناټوسره یوځای شي، نو ښايي د اټومي وسلو درلودلو په اړه خپل دریځ باندې له سره غور وکړي.
خو، په کیېف کې حکومت تر اوسه نه دي ویلي چې غواړي اټومي وسلې ترلاسه کړي او د پوځي ستراتیژي په یو سند کې چې په ۲۰۲۱کې خپورشو دې موضوع په اړه څه نه دي ویل شوي.
د اټومي انرژۍ د څارنې لپاره د ملګرو ملتونو نړیواله اداره، وايي په اوکرایین کې یې داسې نښې نه دې لیدلي چې اټومي توکي دې چې د سوله ییزو فعالیتونو لپاره دي، نورو موخو لپاره وکارول شي.
د اوکرایین د ولسمشر یو مهم سلاکار وايي د پوتین نننۍ وینا ''دده بې تړاوه خبرې او مغشوشیت ښيي. ''
د اوکرایین د ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي یو سلاکار میخاییلو پودولیاک په یو ټویټ کې وايي د روسیې فدراسیون د هغه بن بست لپاره چې پوتین وايي روسیه ورسره مخ ده ''د حل کومه هیله منه لاره نه لري.
ښاغلي پودولیاک رویټرز خبري اژانس ته وویل: ''هغه په بشپړ ډول یوبل واقعیت کې دی چې پکې د عدالت او نړیوال قانون په هکله د خبرو اترو لپاره کوم فرصت نشته. ''









