برازیلي پولیس: د کانګرس له ودانۍ مو د بولسونارو ملاتړي ایستلي دي

برازیل

د عکس سرچینه، EPA

د برازیل مخکني ولسمشر جاییر بولسونارو زرګونو پلویانو پلازمېنه برازیلیا کې د پارلمان پر ودانۍ چپاو وروړی، خو اوس برازیلي پولیس وايي، د کانګرس ودانۍ یې وروسته تر هغه بېرته نیولې چې د پخواني ولسمشر زرګونو ملاتړو پرې چاپه ووهله.

نوي ولسمشر لویز ایناسیو لولا دا سیلوا د جنایت کوونکو موندلو او سزا ورکولو ژمنه کړې ده.

دا ډراماتیکه صحنه د یوه کیڼ اړخي سیاستوال له مشر کېدو یوه اونۍ وروسته رامنځ ته شوې ده.‌

پولیسو د لاریونیانو پر وړاندې اوښلن ګاز کارولی. ډېری لاریونیانو د برازیل د فوټبال ملي لوبډلې په رنګ کمیسونه اغوستي، خو ځینو بیا د خپل هېواد ملي بیرغ تر ځان راتاو کړی.

د ویډیو تشریح، دې وېډیو کې د برازیل پر ستره محکمه د لاریونیانو یرغل ښکاري

د بولسونارو پلویانو پر سترې محکمې هم برید کړی او د ولسمشرۍ ماڼۍ یې کلابنده کړې ده.

بولسونارو څو ځلې دا رد کړې چې ګنې د تېر اکتوبر په ټاکنو کې یې ماتې خوړلې ده. نوموړی تېره اونۍ له هېواده - ددې پرځای چې د ولسمشرۍ واګې نوي ولسمشر ته وسپاري، ووت.

ده سیلوا -چې په لولا مشهور دی ویلي داسې صحنې چې د یکشنبې په ورځ یې خلک شاهدان وو، "زموږ د هېواد په ټول تاریخ کې نه دي تېرې شوې" او نوموړي تاوتریخوالی د "تخریبکارو او فاشیستانو کار" بللی دی.

لولا

د عکس سرچینه، Reuters

ده پر امنیتي ځواکونو هم نیوکه کړې چې ګنې پارلمان ته د لاریونیانو د رسېدو مخنیوي کې پاتې راغلل او دوی یې په "بې‌کفایتۍ او ناوړه نیت او کینه" تورن کړي دي.

دی وايي:‌ "په انځورونو کې ګورئ چې دوی (پولیس افسران) خلک په لارو کې د براکا دوس ټریس باورز سیمې ته سموي. موږ به دا ومومو چې ددغو تخریبکارو تر شا څوک دي چې برازیل ته تللي او ټ،ل به د قانون په زور (بیه) پرې کړي".

برازیل

د عکس سرچینه، Reuters

لاریونیانو د ودانۍ ښیښې ماتې کړې دي، نورو بیا د پارلمان د ناستې تالار ته ځانونه رسولي او پر څوکیو ټوپونه وهي.

پر خواله رسنیو خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې لاریونیان یو پولیس کشوي او د پارلمان ودانۍ بهر برید پرې کوي.

تر اوسه روښانه نه ده چې لاهم دوی ودانۍ کې دي او که نه،‌ خو په انځورونو کې ښکاري چې پولیسو د ژیړ کمیس لرونکي لسګونه لاریونیان د ولسمشرۍ ماڼۍ بهر نیولي دي.

ځینې مشکوک کسان بیا شا ته لاسونه تړلي لیدل شوي او له ودانۍ ایستل کېږي.

له ګهیځ راهیسې لاریونیان د پارلمان ودانۍ ته راغونډ شوي وو.‌

هلته ټینګ امنیت‍ي تدابیر نیول شوي وو، د پارلمان شاوخوا لارې تړل شوې او وسله وال پولیس د هرې لارې سر کې ګومارل شوي دي.

ګڼو خلکو دا پېښه د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر شپږمه د امریکا پر کپیټول ودانۍ (چې کانګرس ودانۍ هم پکې ده) برید ته ورته بللې ده چې د بولسونارو ټلوال او پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ پلویانو پرې برید کړی و.

د بولسونارو پلویانو د پوځ مداخله او د لولا استعفا غوښتې ده.‌

برازیل

د عکس سرچینه، Reuters

برازیل

د عکس سرچینه، Reuters

برازیل

د عکس سرچینه، Reuters

برازیل

د عکس سرچینه، Reuters