د تایلنډ یوه جنګي بېړۍ ډوبه شوې چې ۳۱ سپاره یې تري تم دي

د ویډیو تشریح، د ډوبې شوې بېړۍ د عملې د ژغورنې عملیات

د تایلنډ په خلیج کې د یکشنبې په شپه د توپان له کبله یوه تایلنډۍ بېړۍ ډوبه شوې چې تر ۱۰۰ ډېر کسان پکې سپاره وو.

د دوشنبې په ورځ چارواکو وویل، دوی د بېړۍ ۷۵ عمله ژغورلې خو ۳۱ کسان لا هم د سمندر څپو کې تري تم دي.

د سمندري ځواکونو یوه ویاند بي بي سي ته وویل: "د څه باندې ۱۲ ساعتونو په تېرېدو لاهم د لټون عملیات روان دي".

د ډوبو شویو کسانو لټون د شپې هم روان وو.‌

دوی د څېړنو پرمهال د پې‍ښې د لامل په اړه هم ویلي دي.

د سمندري ځواکونو ویاند پوګکرونګ مونټارډپالین بي بي سي ته ویلي "زموږ د ځواکونو په تاریخ کې داسې پېښه نه وه شوې، په تېره هغو بېړیو لپاره چې لاهم په فعال ډول ګټه ترې اخیستل کېږي".

تر اوسه پېښه کې د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی، خو د عملې د دریو غړو روغتیايي حالت نازل ښودل شوی.

چارواکو ویلي، بېړۍ وروسته له هغه اوبو کې ډوبه شوه چې اوبو پسې واخیسته، اوبه ورننوتلې او د برېښنا خونې د اتصال چاره یې د لنډ وخت لپاره ودرول شوه.

د برېښنا له پرې کېدو سره د بېړۍ عملې هڅه وکړه چې د بېړۍ کنټرول وساتي، خو بالاخره په ځايي وخت د یکشنبې په ورځ ۲۳:۳۰ بجې ډوبه شوه.

The HTMAS Sukhotai listing to its side before sinking

د عکس سرچینه، ROYAL THAI NAVY

بېړۍ د پراچاپ خیري خان ولایت د بنګ سپان ولسوالۍ له ساحله یوازې ۳۲ کیلومتره (۲۰ میله) په اوبو کې په ګزمه روانه وه چې د یکشنبې په ورځ توپان پسې واخیستله.

د تایلنډ د سمندري ځواکونو د ټویټر پاڼه کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې د بېړۍ سپاره د ژغورل کېدو په حال کې دي.

د پې‍ښې ځای ته سمندري بېړۍ او چورلکې مرستې ته استول شوې. سمندري ځواکونو ویلي چې د سوخوتايي بېړۍ له ۱۰۶ سپرو یې ۷۶ ژغورل شوي دي.

سمندري ځواکونه وايي، د نورو ۲۸ سرتېرو د رایستلو په حال کې دي او د دریو حالت یې نازک ښودل شوی.

سمندري ځواکونو په یوه بیان کې ویلي، لا روښانه نه ده چې ایا دوی ټول یوه ځای کې دي او که نه.

چارواکو ویلي، کرۍ شپه د لټون عملیاتو دوام درلود چې ټوله عمله ومومي.