جرمني کې پر حکومت د کودتاه په تور یوه ډله نیول شوې

د عکس سرچینه، DPA Picture Alliance
رپوټونه وايي، جرمني کې ۲۵ کسان پر حکومت د کودتاه په تور نیول شوي دي.
د جرمنيرپوټونو کې راغلي چې د ښي اړخو او پخوانیو پوځي کسانو یوې ډلې پلان درلود چې د پارلمان پر ودانۍ برید وکړي او واک ونیسي.
دغه کسان د جرمني په ۱۱ ایالتونو کې نیول شوي دي.
ادعا کېږي چې یو جرمنی سړی چې د ۷۱ کلن شهزاده هېنریچ دیارلسم په نامه یادېږي ، دغه پلان کې مرکزي رول لوبولی دی.
د فدرالي څارنوالانو په وینا، نیول شویو کسانو کې دوه تورن کسان د دغې ډلې د مشرانو په نامه نیول شوي.
رپوټونه وايي، په پلان جوړوونکو کې د افراطي غورځنګ غړي شامل دي چې د اوږدې مودې راهیسې یې د تاوتریخوالي،بریدونو او توکم پالنې دسیسې جوړولو له امله د جرمني پولیسو تر نظر لاندې وو.
دوی د المان د عصري دولت په رسمیت پېژندلو سره هم مخالفت ښودلی و.
اټکل کېږي چې ۵۰ نارینه او ښځې په دغه ډله کې شامل دي چې پلان یې و جمهوریت نسکور او پر ځای یې د ۱۸۷۱ کال پخواني المان څخه په الهام اخیستو نوی دولت جوړ کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د فدراليڅارنوالانو د دفتر یوې ویاندې ویلي:"مونږ تر اوسه دغې ډلې ته کوم نوم نه لرو."
د دغه هېواد د عدلیې وزیر مارکو بوشمن په یوه ټوېټ کې ویلي چې د ترهګرۍ ضد لوی عملیات روان دي او د اساسي قانون پر بنسټونو شکمن وسله وال برید پلان شوی و.
فدرالي څارنوال ویلي چې دغه ډله د نومبر ۲۰۲۱ راهیسې د یوې تاوتریخجنې کودتاه پلان لري.
د رپوټونو له مخې،د پوځ پخواني غړي هم د کودتاه د دسیسې یوه مهمه برخه وه چې په دوی کې د ځانګړو قطعو پخواني سرتېري هم شامل دي.
د فدرالي څارنوالۍ دفتر وايي، پلان جوړوونکو له وړاندې جرمني کې د نوې واکمنۍ پلانونه جوړ کړي وو او د دفتر غړي پوهېدل چې دوی یوازې د پوځي وسیلو او د دولت پر وړاندې د تاوتریخوالي له لارې خپل هدف ته رسېدلی شي.
د رپوټونو له مخې، د پارلمان د ولسي جرګې پخوانی ښي اړخی غړی بوندسټاک هم د دغې دسیسې برخه وه او دې ته چمتو شوی و چې له کودتاه وروسته د عدلیې وزیر ځای ناستی شي









