جرمني کې یوې محکمې د سوریې یو ډګروال د بشر ضد جرمونو له کبله محکوم کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
جرمني کې یوې محکمې په یوه خورا مهمه محاکمه کې د بشر ضد جرمونو په تور د سوریې یوه ډګروال ته د عمري زندان سزا ورکړې ده. پر ۵۸ کلن انور رسلان تور پورې شوی و، چې د سوریې کورنۍ جګړې ترڅ کې یې په هغه زندان کې چې ''د ځمکې پر سر جهنم '' بلل کېده، ۴۰۰۰ کسان شکنجه کړي دي.
د کوبلینز سیمې دا محاکمه د سوریې کورنۍ جګړې په تړاو لومړنۍ نړیواله محاکمه ده، چې د سوریې دولت پر ضد پیل شوې.
دا تصور هم ګران دی، چې د سوریې په دې بدنام الخطیب زندان کې په نارینه او ښځینه بندیانو څه تېر شوي دي.
۲۰۱۱ کال کې چې د سوریې ولسمشر بشار الاسد پر ضد پراخ احتجاجونه په سختۍ سره وځپل شول، د رسلان په هکله ویل کېږي، چې د رژیم امنیت دستګاه کې مهم افسر و.
ګڼ شمېر حکومت ضد احتجاجیان به د دمشق په همدې الخطیب زندان کې ساتل کېدل، چې د څارنوالانو په وینا د عملیاتو قومنداني یې د رسلان په لاس کې وه.
د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو تر منځ پر نوموړي د ۵۸ وژنو، جنسي تېریو او لږ تر لږه د څلور زه کسانو شکنه کولو تورونه پورې شوي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا محاکمه په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره خورا مهمه بلل کېږي، چې له الخطیب زندان ژوندي وتلي او د محاکمې په ترڅ کې شاهدي ورکړې.
دې سره یوې محکمې اوس رسماً تایید کړه، چې د بشارالاسد رژیم د خپلو خلکو پر ضد بشر ضد جرمونه ترسره کړي دي.
رسلان ۲۰۱۹ کال کې داسې حال کې ونیول شو، چې هلته یې په بریالیتوب سره پناه موندلې وه.
نوموړی پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې بندیان یې نه دي شکنجه کړي، بلکې له ځینو سره د مرستې هڅو ادعا کوي.
شاهدانو د محاکمې پر مهال په زندان کې د هغو بوږنونکو شکنجو حال ویلي، چې ابوخطیب زندان کې ورسره مخامخ شوي.
دې کسانو ویلي، دوی وهل، ټکول شوي، پر ځینو جنسي تېری شوی، په یخو اوبو کې ساتل شوي، نوکان ترې ایستل شوي او یا هم برېښنايي ټکانونه ورکړل شوي دي.
رسلان به اوس ټول عمر په زندان کې تېروي او څارنوالان وايي، دوی هڅه کوي چې له پنځلس کلن زندان وروسته د نوموړي مشروط معافیت مخه ونیسي.
څارنوالان پروسږ کال د یوه بل سوریايي چارواکي له محاکمې وروسته اوسنۍ محاکمې ته وهڅېدل.
په هغه محاکمه کې عید الغریب نومی پخوانی سوریايي چارواکی د هغو احتجاجیانو نیولو کې د مرستې په تور په څلور کلن زندان سزا محکوم شو، چې وروسته شکنجه شوي دي.






