سږ کال ۴۰ زره کډوال کوچنیو بېړیو کې بریتانیا ته اوښتي

Migrants on a Border Force rescue boat

د عکس سرچینه، Reuters

د بي بي سي د شمېرو له مخې، سږ کال تر اوسه ۴۰ زره کډوال د انګلیس له کانال نه په کوچنیو بېړیو کې بریتانیا ته اوښتي دي چې دا له ۲۰۱۸ کال راهیسې د اوښتو کډوالو تر ټولو لوړ شمېر دی.

تېر کال ۲۸ زره او ۵۲۶ کسان د انګلستان سوېل ته رسېدلي او په ۲۰۲۰ کې دا شمېر تر ۸۰۰۰ لږ کم و.

د بریتانیا دفاع وزارت به د یکشنبې په ورځ په دې اړه رسمي شمېره اعلان کړي.

د بریتانیا حکومت هیله لري رواندا ته د ځینو کډوالو د استولو پلان عملي شي او په دې سره د دې سمندري کانال له لارې د راتلونکو کسانو مخه ونیول شي.

په کانال کې ناوړه هوا په تېرو دوو اونیو کې د کورنیو چارو وزارت ته فرصت ورکړ چې د کېنټ په سیمه کې د کډوالو د ارزونې په مرکز منسټون کې د کډوالو شمېر کم کړي.

یو وخت داسې انګېرل کېده چې کېنټ کې د کډوالو مرکز یوازې د ۱۶۰۰ لپاره بسنه کوي، خو هلته تر ۴۰۰۰ کډوال هم ساتل شوي.

بي بي‌ سي ته عیني شاهدانو او ژغورندویانو ویلي، د شنبې په ورځ هوا نرمه وه، تر ۱۰۰ ډېر کډوال په کوچنیو بېړیو کې د سرحدي ساتونکو او د ژغورنې د بېړیو په مرسته ساحل ته راوړل شوي دي.

د فرانسې ساحل په اوږدو کې تر اوسه ګزمې پر دې نه دي ‌توانېدلې چې د خلکو د دې خطرناک سفر مخه ونیسي.

د بریتانیا د لومړي وزیر دفتر دا اونۍ وویل، له فرانسې سره د کډوالو په اړه چې کوچنیو بېړیو کې تر انګلیس کاناله تېرېږي خبرې اترې اوس وروستي پړاو کې دي.

د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه ریشي سوناک د فرانسې له ولسمشر ایمانوېل مکرون سره د مصر د اقلیمي بدلون سرمشریزې په څنډو کې کتلي دي.

د فرانسې حکومت وايي، دواړو مشرانو هوکړه وکړه چې د "ناقانونه کډوالۍ د ګواښ د مخنیوي لپاره خپله همکاري او همغږي ډېره کړي".

ګڼ دغه کډوال پنا غواړي او زیاتره یې د بریتانیا په هوټلونو کې اوسېږي او د خپلو غوښتنلیکونو ځواب ته په تمه دي.

په پام کې ده چې په شپږو میاشتو کې دغه کډوال چاڼ کړل شي، خو ددې بهیر ځنډ ددې سبب کېږي چې ډېری دا کډوال په هوټلونو کې پاتې شي.

د بریتانیا پارلمان غړو ته تېره میاشت وویل شول چې یوازې د څلور سلنه هغو کسانو د غوښتنلیکونو په اړه پرېکړه شوې چې تېر کال په کوچنیو بېړیو کې راغلي دي.

د پارلمان د کورنیو چارو جرګګۍ هغه رپوټ هم اورېدلی چې بریتانیا هره ورځ په هوټلونو کې پر کډوالو شاوخوا ۷ میلیون پونډه لګوي.

په انګلستان کې ځینې محلي شوراګانې دا اونۍ د خپلو سیمو اړوندو لویو هوټلونو ته د پنا غوښتونکو د لېږد مخنیوي کې پاتې راغلې دي ځکه نه دي بریالي شوي چې د هوټلونو پرځای ورته د استوګنې نور ځایونه چمتوکړي .

سیمه ییزو چارواکو استدلال کړی چې پنا غوښتونکو ته د هوټلو ورکول د دوی د خاص سیمه ییز پلان له قوانینو سرغړاوی دی.

که په دې اړه جدي ګامونه پورته نه شي ښايي د روان کال تر پایه له کاناله په کوچنیو بېړیو کې د را رسېدلو کډوالو شمېر ۵۰ زرو کسانو ته ورسېږي.