محمد نبي: غواړو نړیوال جام کې خپل سفر په مثبت ډول پای ته ورسوو

    • Author, حمید قیومي
    • دنده, بي بي سي

افغان لوبډله نن په اډېلېډ اوول لوبغالي کې کوربه اسټرالیا سره د نړیوال جام په خپله وروستۍ لوبه کې سیالي کوي. دوی پرون همدغه لوبغالي کې نننۍ لوبې ته د چمتووالي په موخه تر ساعتونو تمرین وکړ.

افغان لوبغاړي او مینه وال به دا نړیوال جام تر ډېره د باران له امله په یاد ساتي ځکه مېلبورن کې د افغانستان دوه ټاکل شوې لوبې چې د نیوزیلنډ او ایرلنډ تر منځ وې باران لغوه کړې وې.

دې طبعآ په لوبغاړو اغېز درلود ځکه چې ساعتونه روزنه وکړي، لوبې ته اماده شي او بیا لوبه ونه شي نو د لوبغاړو فارم او پرمختګ یو څه ټکنی کېږي.

پرون د روزنې پر مهال چې زه ډېرو افغان لوبغاړو سره وغږېدم، نژدې ټولو هیله ښووله چې غواړي خپله وروستۍ لوبه کې وځلېږي او مینه والو ته د خوښۍ یو څو شېبې ورکړي.

افغان لوبډلمشر محمد نبي د شري لنکا پر وړاندې ماتې ته په اشاره وویل چې له هغې لوبې یې ډېر څه زده کړل.

ومې پوښت چې ولې توپ وهنه کې تل افغان لوبغاړي پاتې راځي؟

راته یې وویل چې تر ډېره ''د لوبغاړو کمه تجربه د دې لامل دی. که وګورئ زموږ توپ وهونکي ۲۰ یا ۲۵ بالونه ولوبوي چې د سیالې لوبډلې بالرانو سره ښه بلد شي نو بیا په یوې تېروتنې خپله وېکټه له لاسه ورکوي چې دا په لوبډلې فشار راولي. ''

لوبډلمشر محمد نبي زیاته کړه چې غواړي نننۍ لوبه کې نه یوازې ښه لوبه وکړي بلکې د ګټلو کوښښ وکړي چې وکولی شي دې نړیوال جام کې خپل سفر په مثبت ډول پای ته ورسوي.

ګلبدین نایب، راشد خان او د افغانستان مرستیال روزونکي رئیس احمدزي هم د ورته هیلې خبره وکړه.

اسټرالیا پر وړاندې نننۍ لوبه په نړیوالو شل اووریزو لوبو کې د دغو دواړو لوبډلو تر منځ لومړۍ سیالي ده.

له دې مالومېږي چې افغانستان څومره کم فرصت لري چې په نړیوالو سیالیو کې د پياوړو لوبډلو سره مخامخ شي.

بې له شکه چې دا د افغانستان د کرېکټ او لوبغاړو د پرمختګ مخه نیسي ځکه چې دوی کله په کلونو کې یو ځل دغه ډول پياوړو لوبډلو سره سیالي کوي نو طبعآ د مهارت له اړخه به د هغوی په کچه نه وي.

افغان لوبغاړي او مینه وال د کرېکټ له نړیوالې شورا غواړي چې د افغان کرېکټ او لوبغاړو ملاتړ وکړي او دوی ته پياوړو لوبډلو سره د لا نورو سیالیو فرصتونه برابر کړي.