له پراخې پرچاوۍ وروسته وټس اپ بېرته فعال شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د پیغام استولو اپلیکشن وټس اپ د نړۍ په لر او بر کې له یو څه ځنډ افلاین یا غیر فعال کېدو وروسته بېرته فعال شوی دی. میټا شرکت چې د وټس اپ ملکیت لري وايي، په وټس اپ کې رامنځته شوې ستونزه یې حل کړې، خو د دې غیر فعال کېدو لامل په هکله یې څه نه دي ویلي.
مخکې په ټوله نړۍ کې د وټس اپ کاروونکو د پیغامونو استولو او ترلاسه کولو کې د ستونزو شکایت کړی و. د یادونې ده چې وټس اپ نژدې دوه میلیارده کاروونکي لري.
د وېبپاڼو خدمتونو او فعالیت څارونکي سروس سټېټس ډاون ډکټیکټر پاڼې مسوولینو په وینا په نیم ساعت کې د وټس اپ غیر فعال کېدو په تړاو نژدې ۱۲ زره شکایتونه شوي دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
له دې نژدې یو نیم، دوه ساعته وروسته بیا داسې ښکارېدل چې وټس اپ بېرته فعال شوی دی. وروسته بیا میټا شرکت په یوه اعلامیه کې وویل، ستونزه حل شوې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي: ''موږ پوهېږو چې نن خلکو د وټس اپ له لارې د پیغامونو په استولو کې ستونزه درلوده، موږ دا موضوع حل کړه، او د زحمت درکولو له کبله بښنه غواړو. ''
له دې مخکې ګڼ شمېر کسانو پر خواله رسنیو هم شکایتي پیغامونه خپاره کړل، چې نه شي کولای د وټس اپ له لارې پیغامونه واستوي.

هغو کسانو چې د وټس اپ له لارې پر سې شنبه یې د پیغام استولو هڅه کوله، له یوه پیغام سره مخامخ کېدل چې ګواکې د اړیکې ټینګېدو هڅه روانه ده.
وټس اپ تر ډېره بریده د غونډو په بڼه هم د د اړیکو او پیغامونو لپاره کارول کېږي او په ځینو مواردو کې یې د حکومتي چارواکو لخوا کارولو ناندرۍ هم رامنځته کړې دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
په اوکرایین او اسټرالیا کې د بي بي سي خبریالانو هم د وټس اپ له لارې د پیغامونو استولو کې د ستونزو یادونه کړې ده. په هانګ کانګ، سویلي افریقا، سنګاپور او هند کې هم د وټس اپ فعالیت کې د خنډ او ځنډ رپوټونه ورکړل شوي چې خورا لوی شمېر کاروونکي په کې لري.









