ملکې الېزابت ته د درناوي مراسم؛ پر وروستۍ ورځ هم زرګونه خلک کتار کې ولاړ دي

هغو خلکو ته چې غواړي وېسټ منېسټر هال کې د برتانیا ملکې دویمې الېزابت مړي لیدو ته ورشي ویل شوي چې لا وختي دی او په لیکو کې دې له وخت مخکې نه درېږي.

ټاکل شوې چې ملکه الېزابت دویمې مړی سبا دوشنبه له وېسټ مېنسټره هاله و ایستل شي او وینرز کې خاورو ته وسپارل شي.

خلک د دوشنبې تر سهاره د ملکې مړي د لیدو او درناوي فرصت لري.

دولت خلکو ته خبرداری ورکړی چې وېسټ مېنسټر هال ته د ننوتو لپاره ښايي ان تر ۳۰ ساعتونو انتظار وباسي.

زرګونه خلک اوس هم د ملکې پوښل شوي تابوت درناوي ته ور روان دي.

د رپوټونو له مخې، کتارونو کې د ولاړو یو شمېر کسانو روغتیايي وضعیت هم خراب شوی او روغتیايي کارکوونکي ورته امبولانسونو کې رارسېدلې دي.

تر دې دمه دغو لیکو کې د لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسانو درملنه شوې ده او ۵۵ کسان روغتون ته بیول شوي دي.

د جنازې مراسمو تنظیموونکي وايي که ګڼه ګوڼه زیاته شي ښايي هال ته د خلکو د ننوتلو لار وتړل شي.

د ملکې د مړي خاورو ته د سپارلو لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی، حکومت هغو کسانو ته هم پر سکرینونو د جنازې مراسمو د ننداره کولو چمتووالی نیولی چې غواړي په مجازي بڼه یې وګوري.

پاچا چالز به نن د نړۍ د زیات شمېر مشرانو کوربه وي ځکه چې له ۵۰۰ زیات د سلطنتي کورنۍ غړي، سیاسي رهبران او د نړي د بېلابېلو هېوادونو استازي او لوړ پوړي چارواکي د ملکې وروستۍ خدای پامانۍ راتلو لپاره بریتانیا ته پر لار دي. تمه کېږي چې دغو مراسمو کې د آیرلنډ جمهوریت لوړ پوړي چارواکي هم ګډون وکړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د دوشنبې پر ورځ د بریتانیا د ملکې دویمې الېزابت د جنازې تر پلان شویو مراسمو وړاندې دغه هېواد ته رسېدلی دی.‌

له ښاغلي بایډن سره یې مېرمن 'جېل بایډن' هم ملګرې ده.

ټاکلې دوی نن یکشنبه د بریتانیا د نوي پاچا 'دریم چارلس' په کوربتوب د بدرګې مراسمو کې تر ګډون وړاندې ملکې 'دویمې الېزابت' ته درناوی وړاندې او د نوموړې د تسلیت رسمي کتاب لاسلیک کړي.

د امریکا له ولسمشر او لومړۍ مېرمن وړاندې د کاناډا، اسټرالیا، پاکستان، باهاماس، جمایکا او نوي زیلاند مشران هم د ملکې دویمې الېزابت د جنازې مراسمو کې ګډون لپاره بریتانیا ته رسېدلي او ځینو یې له پاچا 'دریم چارلس' سره لیدلي دي.

د کاناډا لومړی وزیر جسټن تروډیو شنبه د سپتمبر ۱۷مه له خپلې مېرمن 'سوفي' سره د بریتانیا د پارلمان وېسټ منسټر هال کې د ملکې الېزابت د ایښودل شوي تابوت لیدو او دعا ته ورغی.

هغه وروسته د ټویټ یوه پوست کې ولیکل چې "اعلیحضرت ملکې دویمې الېزابت ټول عمر خدمت وکړ او د خپلو دندو پېټی یې په بې ساري فضل وزغامه. سوفي او زه د اعلیحضرت جنازې لپاره لندن کې یو..."

په دوی کې د سعودي عربستان ولیعهد 'شهزاده محمد بن سلمان' هم دی چې جنازه کې د ګډون بلنه یې د بشري حقونو د ملاتړو ډلو له نیوکو سره مخامخ شوې.

بریتانیا پارلمان تایید کړې چې د چین ولسمشر 'شي جېن پېنګ' ته هم دغو مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړ شوې.

د هغه نوم که څه هم د مېلمنو لیست کې شته، خو ګومان نه کېږي چې د ملکې الېزابت جنازه کې دې ګډون وکړي.

له افغانستان، روسیې، بېلاروس، سوریې، وینزویلا او میانماره څوک د ملکې الېزابت د جنازې مراسمو ته نه دي بلل شوي.

له ایران، شمالي کوریا او نیکاراګوا بیا غوښتل شوي چې دغو مراسمو ته یوازې جګپوړي دیپلوماتان ور ولېږي.