هغه سړی ونیول شو چې هڅه یې کوله د ملکې تابوت ته نژدې شي

بریتانیا

د عکس سرچینه، WPA ROTA

یو سړی وروسته له هغه ونیول شو چې په ویسټ مینسټر هال کې د وېرجنو له کتار څخه ووت او هڅه یې وکړه چې د ملکې الېزابت تابوت ته نژدې شي.

بریتانوي پولیس وايي، دا کس له دې کبله ونیول شو چې د عامه نظم له قانونه یې سرغړونه وکړه.

پولیسو خپل بیان کې ویلي، چې دا پېښه د جمعې په شپه شاوخوا لس بجې په پارلمان کې شوې ده.

د ملکې د خدای پامانۍ دا مراسم په ژوندۍ بڼه خپرېږي خو د یادې پېښې پر مهال د لنډې مودې لپاره ژوندۍ خپرونې بندې شوې.

د پارلمان یوه ویاند وویل: "موږ په ویسټ مینسټر هال کې له یوې پیښې خبر یو. دې پېښه کې یو سړی د خلکو له لیکو وتلی او د تابوت پر لور روان شوی و. "

"دا کس د خلکو له لیکې بهر کړل شوی او تالار کې له لږ ځنډ وروسته د خلکو لیکې بیا پیل شوې دي. "

ماښام پاچا له خور او وروڼو، شهزادګۍ ان، شهزاده اډوارډ او شهزاده انډریو سره یو ځای هال ته ورغی.

د ملکې دویمې اېلېزابېت تابوت به تر راتلونکې دوشنبې پورې په وېسټ مېنسټر هال کې وي.

د ملکې مړی د چارشنبې په ماسپښین د لندن له بکېنګهم ماڼۍ وېسټمېنسټر هال ته ولېږدول شو او څلور ورځې به هلته وي.

د ملکې الېزابت وروستي دیدن او وروستۍ خدای پامانۍ لپاره نن شنبه د لندن مرکز کې ډېر شمېر خلک ورټول شوي دي.

له دې کسانو څخه ځینې ملکې ته درناوي لپاره هغې ته د ګلانو ګېډۍ هم ور وړي.

لندن ښار کې د خلکو دا ګڼه ګوڼه به تر دوشنبې پورې روانه وي.

د جنازې وروستي دولتي مراسم د سپتمبر پر ۱۹مه د سهار ۱۱ بجې پیلېږي چې ګډونوال به یې تابوت تر وېنزر ماڼۍ پلی بدرګه کوي.

ملکه دویمه اېلېزابېت به وېنزر کې د پاچا شپږم جورج په یاد جوړې شوې کلیسا کې خاورو ته سپارل کېږي.