پاکستان کې سېلابونه؛ په بې ځایه شویو خلکو کې د ډینګي تبې خپرېدو خبرداری

- Author, پومزه پیهلاني
- دنده, بي بي سي، کراچۍ
پاکستان کې روغتیايي مسوولینو له سختو سېلابونو وروسته خبرداری ورکړی، چې روغتیايي بحران مخ په زیاتېدو دی.
په دې هېواد کې د جون میاشتې له نیمايي راهیسې پیل شویو سختو بارانونو او سېلابونو نژدې ۳۳ میلیونه خلک اغېزمن کړي او له همدې کبله نژدې یو نیم زر کسان مړه شوي دي.
په داسې حال کې چې لا هم د هېواد په ځینو برخو کې د خلکو ژغورنې چارې روانې دي، روغتیا پالانو د ډینګي تبې، مالریا او نس ناستې په څېر میکروبي ناروغیو ډېرېدو خبرداری ورکړی.
ډېری بې ځایه شوي خلک د ډنډونو په بڼه د سېلابونو ولاړو اوبو څنګ ته اوسي، چې له کبله یې د ډینګي تبې ناروغانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي، چې د ځینو لپاره د مړینې لامل هم کېږي.
په سویلي سند ایالت کې د ډینګي تبې نویو ناروغانو شمېر درې زره ۸۳۰ تنه ښوول شوی او د روغتیايي مسوولینو په وینا لږ تر لږه نهه کسان له همدې کبله مړه شوي، خو داسې اندېښنې شته، چې دا شمېر خورا زیات محتاطانه دی.
د پاکستان طبي ټولنې عمومي منشي ډاکتر عبدالغفور شورو بي بي سي ته په دې هکله وویل: ''په ټول کې د سند ایالت وضعیت خورا بدتر شوی، موږ په ټول ایالت کې طبي کمپونه چمتو کوو، ډېر ناروغان چې وینو، په ډینګي تبه اخته دي، ورپسې بیا د مالریا ناروغانو شمېر ډېر دی. ''

د عکس سرچینه، Reuters
ډاکتر شورو، چې د کراچۍ په اغا خان روغتون کې د ډینګي تبې ناروغانو درملنه کوي وايي، راتلونکو ورځو کې ښايي وضعیت نور هم ناوړه شي.
پاکستان کې د سېلابونو له راوتلو نژدې دوې میاشتې تېرېږي، خو لا هم د دې هېواد په بېلا بېلو سیمو کې زرګونه کلي اوبو نیولي او د لارو ویجاړېدو له کبله یوازې ګرځنده طبي ډلې هڅه کوي، بې ځایه شویو خلکو ته دارو، درمل ورسوي.
خو داسې ډلې چې په ګاډو کې لېرې پرتو سیمو ته سفر کوي، لږ دي او په خورا ځنډ خلکو ته رسېږي.
د سند ایالت په لال باغ سیمه کې سلګونه خلک د ځمکې پر هغه کوچنۍ ټوټه راټول شوي، چې سېلاب پرې نه دی راغلی، خو دلته یې هم اغېز برالا لیدل کېږي. د دې خلکو تر پښو لاندې ځمکه وچه ده، خو نه خواړه لري، نه د څښاک لپاره پاکې اوبه شته او دا وضعیت ورځ تر بلې ناوړه کېږي.
تېره اونۍ د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش هم پاکستان کې د سېلاب ځپلو سیمو لیدو ته ورغلی و او د وضعیت په هکله یې اندېښنه څرګنده کړې وه.
خو اوس هغو کورنیو ته هم هېڅ نه دي ورپاتې، چې ښاغلي ګوتېرش ورسره تېره اونۍ لیدلي وو. نوموړي له پاکستان سره په اوسني وضعیت کې د نړیوالې ټولنې مرسته د سخاوت پر ځای د عدالت موضوع بللې وه. له ده مې وپوښتل چې شتمن هېوادونه به څنګه د دې غوښتنې اورېدو ته قانع کوي؟
ښاغلي ګوتېرش وویل، شتمن هېوادونه باید د پاکستان غوندې بې وزله هېوادونو سره له غمیزې وتلو کې مرسته وکړي. نوموړي راته وویل: ''موږ یوې داسې نړۍ ته اړتیا لرو، چې امنیت او سوله پکې هله تضمین کېږي، چې بې عدالتي پکې کمه کړو. ''










