بیزوګان څنګه یو بل ته پیغام رسوي او د یو بل له حاله ځان خبروي؟

د عکس سرچینه، A Soldati
ساینس پوهان وايي، بیزوګان یو بل ته د پیغام رسولو او پوهاوي لپاره له ځانګړې لارې کار اخلي چې یو بل پرې خبروي او ملاتړ یې کوي.
څېړونکو د یوګاندا باراني ځنګلونو کې د بیزوګانو ژوند څارلی او مالومه کړې یې ده چې دوی د یو بل د خبرولو او یو بل ته د پیغام رسولو لپاره د ونې له تنې کار اخلي او په بېلابېلو ډولونو یې ډبوي.
د ساینس پوهانو په وینا، د دغه کار له لارې دوی له ډېر اوږد واټنه یو بل ته مالومات لېږدوي، او یو بل خبروي چې څوک چېرته دی او څه کوي.
دغه تازه موندنه د حیواناتو چلن په ژورنال کې خپره شوه ده.
سکاټلنډ کې د سېنټ انډریو پوهنتون ډاکټر کیترین هوبایټر هم د یادې څېړنې په اړه څرګندونو کې ویلي، وحشي بیزوګان د ونو د تنې له هوارې سطحې کار اخلي او د پیغام رسولو پر وخت یې په خپلو لاسونو او پښو ډبوي.
نوموړي د بي بي سي راډيو اېنسایډ ساینس(Inside Science) ته ویلي:
"که تاسې رښتیا هم د ونې تنه وډبوئ نو و به ګورئ چې یو ډول ازانګه کوي او په لوړ غږ په ټول ځنګل کې خپرېږي."
هغه همدا راز ویلي:"کله مو چې غږونه اورېدل نو تر ډېره په دې پوهېدو چې څوک ونه ډبوي، دا د بېلابېلو بیزوګانو د موندلو او د هغوی د پیغام رسولو تر ټولو بې سارې لار ده، چې موږ یې د پوهېدو په لټه وو."
ساینس پوهانو وموندله چې هر نر بیزو د ونې تنې د ډبولو ځانګړی سبک لري. او خپل واټن ته په کتو په همغه بڼه د ونې تنه ډبوي او خپل پیغام رسوي.
د دغې څېړنې یو مخکښ څېړونکی او د ویانا پوهنتون د پي اېچ ډي محصل ویستا الوتري وايي:" زما لپاره د حیرانۍ خبره ده چې پوه شوم څوک ډرام ته ورته د ونې تنه ډبوي، خو د دوی د غږولو ریتم دومره سره توپیر لري چې ډېر اسانه اورېدل کېدی شي."
ډاکټر هوبایټر همدا راز وايي وحشي بیزوګان چې کله یو بل سره مخ کېږي سلام کوي او خدای پامانې هم کوي خو موږ پرې نه پوهېږو.
د هغه په ټکو:" بیزوګان په ځنګل کې یو بل سره د خداي پامانۍ کولو اړتیا هم نه لري، ځکه چې هر څومره که لرې واټن کې وي د یو بل له حاله خبرېږي."










