د لیبیا تازه نښتو کې ۳۲ کسان وژل شوي؛ ملګرو ملتونو سملاسي اوربند غوښتی

Damaged vehicles in Tripoli

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د شنبې ورځې نښتو کې یو موټر اور اخیستی

ملګرو ملتونو د لیبیا پلازمېنه ترابلس کې د مخالفو سیاسي ډلو ترمنځ له تازه خونړیو نښتو وروسته د تاوتریخوالي سملاسي درېدو غوښتنه کړې ده.‌

د لیبیا روغتیا وزارت وايي دغو نښتو کې لږترلږه ۳۲ کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي.

چارواکو ویلي دې جګړه کې یو ځوان ځايي کومېډین 'مصطفی بارکه' هم وژل شوی.‌

لیبیا په ۲۰۱۱ کال د ناټو له پوځي ملاتړه د برخمن پاڅون پایله کې د معمر قذافي رژیم له پرځېدو راهیسې د واک پر سر جګړو کې ښکېل ده.

خو دا هېواد تېر دوه کاله له یو څه نسبي امنیت برخمن و.‌

د شنبې ورځې خونړۍ نښتې تر هغې وروسته وشوې چې د نړیوالې ټولنې لخوا د لیبیا پر رسمیت پېژندل شوي حکومت وسله والو ځواکونو هڅه وکړه،‌ چې 'فتحي باشاغا' ته وفداره ملېشه په شا وتمبوي.

د لیبیا پر ختیځ واکمن پارلمان ښاغلی باشاغا د دغه هېواد لومړی وزیر بولي.

د دغو تازه نښتو پر مهال د ترابلس له بېلابېلو سیمو د سپکو وسلو د ډزو او چاودنو راپورونه ورکړ شوي.

پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې د ښار مختلفو سیمو کې لوګي پورته کېږي.

د بېړنیو خدماتو ادارې ویلي دغو نښتو کې ځینې روغتونه هم لګېدلي دي.‌

ترابلس کې د جګړې کرښو ته له څېرمه سیمو خلک ایستل شوي.

Smoke rising over Tripoli following clashes in the capital

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ترابلس بېلابېلو سیمو لوګي پورته کېدل

لیبیا کې د ملګرو ملتونو دفتر ویلي د دغو نښتو پر مهال د ملکي استوګنې پر سیمو هم له توپیر پرته د سپکو او درنو وسلو ډزې شوې.

دغه دفتر پر ښکېلو خواو غږ کړی چې سملاسي اوربند وکړي.

پر تېلو د بډایه لیبیا اوسېدونکو چې اوس کورنیو جګړو کې ښکېل دي، یو مهال د افریقا لویې وچې د بل هر هېواد د خلکو پرتله د ژوندانه لوړه کچه درلوده او له وړیا زدکړو او روغتیايي خدماتو برخمن وو.‌

خو دا سوکالي اوس نه ده ورپاتې او ترابلس له ۲۰۱۱ کال راهیسې په وار وار د بېلابېلو ډلو ترمنځ د واک پر سر د سیالۍ او جګړو شاهد دی.