انګلنډ کې ولې د ونو پاڼې له مني مخکې ژېړې شوې؟

د عکس سرچینه، Getty Images
تر پښو لاندې به مو د ونو وچې او ژېړې پاڼې لېدلې وي. ښايي فکر وکړئ چې منی دی، خو کارپوهان وايي موسمونو کې دا بدلون حقیقي نه بلکه د "یوه دروغجن مني" نښه ده.
دوی خبرداری ورکوي چې د تودوخې څپه او وچکالي د دې لامل شوې چې پاڼې ژر ژېړې او له ونو ورژېږي. ځینې ونې ښايي په دغه بدلون کې مړې شي او بیا هیڅکله زرغونې نه شي.
د بڼوالۍ شاهي ټولنه کې د بڼوالۍ لوړ پوړی سلاکار لي هانټ وايي:" دا بدلون ښيي چې منی دی خو د مني راتګ ته لا ډېر وخت پروت دی."
نوموړی وايي د ژوند ۴۵ کلونو کې یې دا یو له خورا سختو کلونو دی چې د ونو پاڼې یې زیانمنې کړې دي.
د کارپوهانو په وینا یو شمېر ونې چې د وچکالۍ او لوړې تودوخې پر وړاندې یې مقاومت زیات دی په دا ډول موسمونو کې پاییدلی شي، خو د سړک غاړو ته ځینې تنکۍ او ځوانې ونې چې ریښې یې مقاومت نه لري او یا په مناسبه خاوره کې نه دي کرل شوي ښايي وچې شي او مړې شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دویم پسرلی
د کارپوهانو په وینا یو شمېر ونې چې په دغه ډول موسمونو کې یې یو څو پاڼې زیړې شوي او رژېدلې وي د باران له ورېدو وروسته بیا غوړېږي او تازه کېږي.
خو هغه ونې چې له بارانه وروسته هم په پاڼو کې د موجوده کوچنیو سوریو له لارې له لاسه ورکړې اوبه پوره نه کړي مري او وچېږي.
د څېړۍ په څېر ډېرې نورې داسې ونې شته چې په سختو موسمونو کې له بارانه وروسته هڅه کوي چې بېرته راژوندۍ شي او وده وکړي.
کارپوهان وايي که باران زیات شي نو په دغو ونو دویم پسرلی راځي او لاپسې غوړېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د توتانو ژر پخېدل
د تمي خلاف موسمونو کې د بدلون نښې په هغو توتانو کې هم لیدل کېږي چې په ونو کې له وخت مخکې پخېږي.
ووډ لېنډ ټرسټ په نامه ټولنه چې موسمي بدلونونه ثبتوي د جون پر ۲۸ د پخو شویو توتان په اړه خپل رپوټ خپور کړ.
په دغه رپوټ کې ویل شوي چې میوې او دانې د پخوا پرتله ژر پخېږي او دا چاره هغو ځنګلي ژویو لپاره ناورین رامنځته کولی شي چې له همدغو دانو تغذیه کېږي.
د ووډلېڼډ ټرسټ ټولنې غړې فریتا وېسټ وايي:
" د ریکارډ کچې هغه تودوخه چې موږ تجربه کړه د مني لومړیو کې د ځینو پېښو په رامنځته کېدو کی یې مرسته کړې."
کارپوهان وايي لوړه تودوخه او د اوبو کموالی دواړه د دې لامل کېږي چې د ونو پاڼې زموږ د تمې خلاف ژر ورژېږي.
سیندونو کې د اوبو کمښت

د عکس سرچینه، Getty Images
د وچکالۍ د اوږدې مودې پایلو وړاندوینه ګران کار دی خو د ایکولوژۍ کارپوهان په دې باور دي چې سویلي انګلېنډ په ډېرو برخو کې وچ واښه او کلکه خاوره به د ځنګلي ژویو پر ژوند لوی اغېز ولري.
د سیندونو او شاوخوا سیمو کې وچکالي بیا راتلونکو کلونو کې احساسېدلی شي.
د سیندونو د اوبو کمښت د کبانو او نورو سمندري ژویو د استوګنې ځای تنګوي چې دا بیا ټول ایکو سیسټم اغېزمنوي.
د انګلېنډ د ایکولوژۍ او هایدرولوژۍ مرکز ډاکټر مایک ویس وايي:" دا بوټي د حشراتو او کبانو حیاتي استوګنځای چمتو کوي له ایکو سیسټم د دوی ورکېدل د خوړو ځنځیر کې د لوی بدلون رامنځته کېدو لامل کېږي."









