په یوه ورځ کې د ۳۵۰ میلیونه نیالګیو کېنولو 'ریکارډ'

ایتوپیا
د عکس تشریح، ځینې حکومتي دفترونه د دې لپاره تړل شوي وو، چې کارکونکي یې د نیالګیو کېنولو په اشر کې برخه واخلي

ایتوپیا کې په یوه ورځ ل۳۵۰ میلیونه ونې کرل شوې دي، چې د دغه هېواد چارواکو په باور دا یو نړیوال ریکارډ دی.

دغه هېواد کې ډېر ځنګلونه وهل شوي او د موسمي بدلون له کبله د د دغه وچکالۍ ځپلي هېواد لومړی وزیر ابي احمد د نیالګیو کېنولو دغه نوښت مشري کوي.

یو شمېر حکومتي دفترونه تړل شوي وو، چې کارکونکي یې د نیالګیو کېنولو دغه اشر کې ګډون وکولای شي.

ملګري ملتونه وايي، د شلمې پېړۍ پیل کې د ایتوپیا ټولې خاورې نژدې ۳۵ سلنه برخه ځنګلونو پوښلې وه، خو په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د دغه هېواد پر یوازې څلور سلنه خاوره ځنګلونه پاتې وو.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د ښاغلي ابي د (شنه میراث نوښت) نومي دغه کمپاین لپاره د هېواد یو زر سیمې ټاکل شوې دي.

پلازمېنه ادیس ابابا کې د بي بي سي خبریال کالکیدان یبیتال وايي، د نویو کېنول شویو نیالګیو شمېرلو لپاره هم یو شمېر چارواکي ګومارل شوي دي.

د ایتوپیا اختراعاتو او تکنالوژۍ وزیر ګیتاهون میکیوریا د دغه بهیر د پرمختګ په هکله پرلپسې ټویټر پیغامونه خپروي.

چارواکي وايي، هدف د څلورو میلیونو ونو کرل دي.

رپوټونو کې ویل شوي، چارواکي پر دولتۍ رسنیو داسې ویډیويي کلیپونه خپروي چې له خلکو د ونو کرلو او پاللو غوښتنه پکې کېږي.

ابي
د عکس تشریح، لومړی وزیر ابي خپله کمپاین کې شامل دی

د ډېرو ونو کرلو اوسنی نړیوال ریکارډ له هند سره دی چې ۲۰۱۶ کال کې یې د ۸۰۰ زره رضاکارو پر مټ په یوه ورځ کې له ۵۰ میلیونه ډېر نیالګي کېنول.

بل لور ته پر ښاغلي ابي نیوکه کونکي بیا پر دې اعتراض کوي چې نوموړی له دغه کمپاینه د توکمیز تاوتریخوالي په څېر مسایلو نه د خلکو پام اړولو لپاره کار اخلي، چې پایله کې یې نژدې دوه نیم میلیونه کسان له کور کلي شړل شوي دي.