تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر سلمان رشدي بریدګر هادي مطر څوک دی؟
د امریکا پولیسو ویلي، د هغه سړي هویت یې په ډاګه کړی چې د نیویارک لوېدیځ چوتوکوا مرکز پر سټیج یې پر سلمان رشدي برید وکړ.
امنیتي سرچینو ویلي، مشکوک کس هادي مطر نومېږي، ۲۴ کلن دی او کلیفورنیا کې زیږېدلی، خو وروستیو کې نیوجیرسي ته لېږدېدلی دی.
د نوموړي د استوګنې وروستۍ پته د نیوجیرسي په بیرګن کې موندل شوې. د فیدرالي څېړنو دفتر چارواکو د هادي مطر کور د تلاشي کولو پرمهال د هغه په اړه ځینې اسناد موندلي دي.
امنیتي سرچینې وايي، مطر د نیوجیرسي ایالت د ګاډي چلولو جعلي لایسنس په مستعار حسن مغنیه نامه جوړ کړی.
د نیویارک د پولیسو مشر یوجین ستانیچوسکي خبریالانو ته ویلي، د برید د انګیزې په اړه لا تر اوسه مالومات نشته.
پر خواله رسنیو د مطر له اکونټونو مالومېږي چې هغه یو سخت دریځی شیعه او د ایران له انقلابي ګارډ سره خواخوږی کس دی.
یوه چارواکي ویلي، لا تر اوسه په ښکاره د ایران له انقلابي ګارډ سره د هادي مطر روښانه اړیکه نه ده ثابته شوې، خو لومړنۍ ارزونې ښيي چې مطر یې نژدې کس دی.
څېړونکو د هادي مطر په شخصي موبایل کې د ایران د انقلابي ګارډ د پخواني وژل شوي مشر قاسم سلیماني انځورونه موندلي. قاسم سلیمان په ۲۰۲۰ کال عراق کې امریکا وویشت.
هادي مطر له کومه راغی؟
رپوټونه وايي چې مطر په امریکا کې د دوو لبناني کډوالو په کاله کې زیږېدلی. دا جوړه د لبنان د سوېلي سرحدي سیمې یارون له کلي امریکا ته کډوال شوي وو.
پولیس وايي د پېښې په ځای کې د شا یو بکس موندل شوی او دوی لا نورې څېړنې هم کوي چې د برید انګیزه مالومه کړي.
دوی وايي، اوس انګېرنه دا ده چې دې سړي دا کار په یوازې سر کړی دی.
یوې عیني شاهدې کتلین جونز ویلي، بریدګر تورې جامې اغوستې او تور ماسک یې اچولی و.
برید سټیج ته د سلمان رشدي د پورته کېدو پرمهال شوی او ۲۰ ثانیې یې دوام کړی، بیا په چیغو کې خلک له تالاره ایستل شوي.
وروسته تر هغه چې رشدي پر ځمکه لوېدلی، مطر نیول شوی دی.
هادي مطر اوس بند کې دی، یوځل محکمې ته وړاندې شوی دی.
سلمان رشدي تېره ورځ خبرې نه شوای کولی او مصنوعي تنفس ورکول کېده، وکیل یې ویلي وو چې ښايي یوه سترګه یې له منځه ولاړه شي، خو اوس ښکاري چې خبرې کولی شي.
د سلمان رشدي پر ورمېږه او ځیګر ګوزارونه لګېدلي او روغتون ته په وینو لړلی وړل شوی دی.
د رشدي معالج ډاکټر مارټن هسکل ویلي، ټپونه یې ډېر خطرناک وو، خو ددرملنې وړ وو.