هند ته ۷۰ کاله وروسته یو ځل بیا تر ټولو چټک چیټا پړانګ وړل کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ندیم شاد
- دنده, بي بي سي
د هند ځنګلونه اویا کلونه وروسته لومړی ځل د پړانګانو کوربتوب کوي. له پلان سره سم به په اګست میاشت کې اته خړ رنګه پړانګان له نیمیبیا څخه هند ته راوړل شي، چې په نړۍ کې د دې نسل پړانګانو تر ټولو لوی شمېر لري.
د یادونې ده، چې په هند کې لسیزې مخکې ۱۹۵۲ کال کې رسماً اعلان وشو، چې د ځايي پړانګانو نسل ختم شوی دی.
د پړانګانو په هکله ویل کېږي، چې د ځمکې پر مخ تر ټولو چټک حیوان دی، چې په یوه ساعت کې یې سر عت تر ۷۰ مایله یا ۱۱۳ کیلومترو پورې رسېږي. د هغه لیست له مخې چې په ټوله نړۍ کې د ختمېدو له خطر سره د مخامخ حیواناتو تفصیل ساتي، پړانګان هم د معدومیت یا ختمېدو له خطر سره مخامخ ځنګلي حیوان دی، چې د ټولې نړۍ په غرونو - ځنګلونو کې یې ایله ۷۰۰۰ ژوندي پاتې دي.
بل لور په هند کې سترې محکمې په ۲۰۲۰ کال کې امر وکړ، چې که پړانګان هند ته راوړل کېږي، باید په داسې ځای کې یې پالنه وشي، چې تر کلکې څارنې لاندې وي. له هغه راهیسې هندي چارواکو په دې هکله سلا - مشورې کولې، چې څنګه او له کومې لارې دغه حیوانات په خوندي توګه هېواد ته راوړل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د نوې هوکړې له مخې د مدهیه پردېش ایالت کونو - پالپور ملي پارک د پړانګانو لپاره د مېشت ځای په توګه په پام کې نیول شوی، چې د چارواکو په وینا چاپېریال یې د پړانګ د ژوند تېرولو لپاره مناسب دی.
ویل کېږي، هند ته د دې پړانګانو لېږد لپاره د هند خپلواکۍ ترلاسه کولو ۷۵ مې کلیزې نېټه په پام کې نیول شوې ده.
د هند چاپېریال ساتنې وزیر بهوپندر یادېو په یوه خواله رسنۍ پیغام کې په دې هکله ویلي: ''د خپلواکۍ ۷۵ کلیزې شاندارو مراسمو سره هممهاله به په هند کې د ځمکې تر ټولو د چټک حیوان پړانګ مېشت کېدل، د خاورې ماحولیاتي اړخونه بیا وځلوي. ''
که څه هم پړانګ خورا چټک ژوی بلل کېږي، خو د ښکار کېدو، مېشت ځایونو نشتوالي او خوړو کمیابۍ له کبله په هند کې دغه ژوی لسیزې مخکې نایاب شو.
دا یوازینی ځنګلي لوی او تي لرونکی حیوان دی، چې له بریتانوي واکمنۍ د هند له خپلواکۍ ترلاسه کولو وروسته دې هېواد کې له منځه لاړ.
د پړانګانو اسیايی نسل یو وخت له عربي هېوادونو نیولې تر افغانستان پورې په غرونو او ځنګلونو کې ژوند کاوه.
اوس یوازې په ایران کې د دې حیوان د شتوالي خبره کېږي او د دې هېواد چارواکو په ۲۰۲۲ کال کې وویل، دوی باوري دي چې په ټول ایران کې ایله ۱۲ پړانګان ژوندي پاتې دي.









