ښکاري پړانګان د له منځه تلو ګواښ سره مخ دي

د ویډیو تشریح، ښکاري پړانګان د له منځه تلو ګواښ سره مخ دي

يوې څېړنې ښودلې چې په وروستیو کلونو کې د ښکاري پړانګانو نسل ورکېدو ته نژدې شوی دی. راپور وايي، دامهال د ځمکې پرسر د نړۍ په بېلابېلو برخو کې نژدې ۷۱۰۰ پړانګان شته.

څېړنه وايي، د ځمکې له مخه د تي لرونکو حیواناتو د نسل ورکېدو ګڼ لاملونه دي، چې ستر لامل یې د خوندي ملي پارکونو بهر هغوی ته د هوسا ژوند نه برابرېدل دي او بل دا چې له انسانانو سره یې پرله پسې شخړه ده.